لاس رسیدونکی لینک

افغان ځواکونو د خانشین ولسوالي له ‌طالبانو بیرته نیولې


د خانشين ضلعې بیرته نیولو په عملیاتو کې نړیوالو ځواکونو هم افغان ځواکونو سره هوايي مرسته کړې او په دغو هوايي بریدونو کې يې مخالفه وسله وال په هدف کړي دي

د خانشين ضلعې بیرته نیولو په عملیاتو کې نړیوالو ځواکونو هم افغان ځواکونو سره هوايي مرسته کړې او په دغو هوايي بریدونو کې يې مخالفه وسله وال په هدف کړي دي

د افغانستان په جنوب کې د پاکستان بلوچستان صوبې سره په پوله پرته هلمند صوبه کې د خانشین ضلع (ولسوالي) افغان ځواکونو بیرته د ‌طالبانو نه نیولې ده .

په هلمند کې د افغان پوځ جنرال معین فقيري وایس اف امریکا ته ويلي چې ځانګړو افغان ځواکونو تېره شپه د خانشین ضلع بیرته په خپله ولقه کې اخستې ده .

د جنرال معین فقیري په وینا، کمانډو ځواکونو په خانشين ضلع کې وسله وال مخالفین سخت ځپلي او له سيمې يې تېښتې ته اړ کړي دي .

پوځي مشر ويلي چې وړاندې شپه مخالفو وسله والو د خانشين ضلع باندې ډله ييز برید کړی او امنیتي ځواکونه په تکتيکي توګه شاته کړی شوي او اوس ضلع بیرته دولتي ځواکونو نیولې ده .

د سرچينو په وینا، د خانشين ضلعې بیرته نیولو په عملیاتو کې نړیوالو ځواکونو هم افغان ځواکونو سره هوايي مرسته کړې او په دغو هوايي بریدونو کې يې مخالفه وسله وال په هدف کړي دي ، په عملیاتو کې ۳۰ وسله وال وژل شوي او ۲۰ تنه نور پکې ژوبل شوي هم دي .

راپورونه وايي په دغه جګړه کې د افغان سرحدي ځواکونو یو افسر په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي او د خانشين د پولیس په مشر عبدالروف په ګډون پکې ۷ تنه نور ژوبل شوي دي .

د هلمند صوبې خانشين ضلع چې د پاکستان سره په پوله پرته ده په تېر کال کې درې ځله ‌‌طالبانو نیولې خو په لنډه موده کې بیا بیرته افغان ځواکونو په خپلو لاسوکې اخستې ده .

‌طالبانو افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړی او د خانشين د لاسه ورکولو په اړه يې څه نه دي ويلي .

XS
SM
MD
LG