لاس رسیدونکی لینک

لاړکانه : بمي چاودنه کې درينجرز عسکر وژل شوى


 دسيمه ييزو چارواکو وينا ده چې دغه پيښه دخالي په سحر په ميرو خاص سړک درينجرز دچوکۍ سره نزدې شوې ده.

دسيمه ييزو چارواکو وينا ده چې دغه پيښه دخالي په سحر په ميرو خاص سړک درينجرز دچوکۍ سره نزدې شوې ده.

دپاکستان دسندهـ ايالت په لاړکانه ښار کې ترسره شوې يوه بمي چاودنه کې درينجرز ځواکونو يو عسکر وژل شوى او دپينځوو عسکرو په ګډون ١٤ کسان ژوبل شويدي.

دسيمه ييزو چارواکو وينا ده چې دغه پيښه دخالي په سحر په ميرو خاص سړک درينجرز دچوکۍ سره نزدې شوې ده.

دلمړو پلټنو ترمخه چاوديدونکي مواد دغلته په يو موټرسايکل پسې تړل شوي وو کوم چې دريموټ کنټرول له لارې چول شويدى.

دچاودنې له امله ژوبل درينجرز شپږ عسکر او نهه لاروي روغتون ته ورسول شول خو دغلته درينجرز يو عسکر دزخمونو تاب رانه وړو او ساه يې ورکړه.

دسندهـ مرکزي ښار کراچۍ کې په رينجرز او پوليسو دتيرو څو مياشتو راهسې خونړو بريدونو کې اضافه راغلې ده، روانه اوونۍ کې هم کراچۍ کې نامعلومو وسله والو دپاکستاني پوځ دوه عسکر وژلي وو چې ذمه واري دپاکستاني طالبانو څخه بيلې شوې ډلې جماعت الاحرار قبوله کړې وه.

رينجرز او پوليسو دکال ٢٠١٣م دستمبر په مياشت کې کراچۍ کې دترهه ګرو او جرايم پيشه عناصرو په ضد عمليات پيل کړي وؤ او چارواکي په امنيتي ځواکونو دغه بريدونه ددغو عملياتو غبرګون ګرځوي.

XS
SM
MD
LG