دافغانستان ددفاع وزارت دجمعې په ورځ ويلي دي چې دهيواد په ١٣و ولايتونو کې ترسره شوو تازه عملياتو کې دداعش د٣٦ؤ جنګيالو په ګډون ٥٧ تندلاري وژل شوي او ګڼ شمير نور ژوبل شوي او نيول شوي دي.
عملياتو کې دوه عسکر هم وژل شويدي
دافغانستان ددفاع دوزارت څخه په دې اړه دجاري شوي بيان ترمخه امنيتي ځواکونو دغه عملليات په ننګرهار، لغمان، پکتيا، پکتيکا،پروان، غزني، ميدان وردک، قندهار، فراه، جوزجان، کندوز، بدخشان او هلمند ولايتونو کې ترسره کړي دي.
دبيان ترمخه امنيتي ځواکونو په کوټ او اچين اولسواليو کې دتندلارو ځالې په نخښه کړي او په دغه موقع يې په دروند مقدار کې وسله هم لاسته راوړې ده.
تيره ورځ افغانستان کې دلوړپوړي امريکايي کمانډر جنرال جان نکلسن ويلي وو چې ننګرهار ولايت کې دتندروه ډلې داعش جنګيالو سره نښته کې په ځانګړو عملياتو مامور پينځه امريکايي عسکر ژوبل شوي دي.
تيره اوونۍ کابل کې ترسره شوو دوؤ ځانمرګي بريدونو کې د٨٠ؤ کسانو دوژل کيدو څخه وروستو افغان ځواکونو دداعش په ضد خپله جګړه کې چټکتيا راوستې، کابل کې دشوو بريدونو پړه داعش په غاړه اخستې وه.