لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکي د رسنیو رپورټ "پوچ" دی، امریکایی جنرال


امریکايي ریټائرډ جنرال ( په ښکاره ټکو کې د ترکي د رسنیو دغه غېرزمه واره ادعاوې ردوي چې هغه د ترکي په تازه سیاسي  هلوځلو کې ککړ ؤ ).
امریکايي ریټائرډ جنرال ( په ښکاره ټکو کې د ترکي د رسنیو دغه غېرزمه واره ادعاوې ردوي چې هغه د ترکي په تازه سیاسي  هلوځلو کې ککړ ؤ ).

د امریکا لوړ پوړي جنرال د ترکي د ورځپاڼې هغه رپورټ غندلی چې پکې ويل شوي د ترکي د ناکامه کودتا جوړؤنکی یو پخوانی امریکايي کمانډر دی، نوموړي دغې راپور ته "پوچ" ويلي دي .

د ترکي په (یني سېفک) نومې ورځپاڼه کې د نامعلومو سرچینو لخوا دا رپورټ خپور شوی چې د ترکي ناکامه کودتا په شا د امریکې د پوځ د پخواني فورسټار جنرال جان کېمپبل لاس ؤ، څوک چې روان کال د ريټائرمنټ نه وړاندې په افغانستان کې د نېټو ځواکونو مشر ؤ .

رپورټ کې ويل شوي چې هغه په پټه د ترکي سفرونه کړي او د ترکي په پوځ کې يې په کودتا پلوه چارواکو په بلینونو ډالره خرڅ کړي دي .

د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرال جوډنفرډ د ګل په ورځ پېنټاګون کې خبریالانو ته ويلی ، (دا پوچ رپورټ دی چې جنرال کېمپبل په دغه ډول کار کې لاس درلود).

د امریکا پوځ د ګل په ورځ جاري کړي یو بیان کې ويلي چې ریټائرډ جنرال ( په ښکاره ټکو کې د ترکي د رسنیو دغه غېرزمه واره ادعاوې ردوي چې هغه د ترکي په تازه سیاسي هلوځلو کې ککړ ؤ ).

بیان کې ويل شوي (په دغو ادعاؤ کې هیڅ رښتیا نشته) .

کرنل پیټرک سائبر چې دفاعي چارواکی دی او د ګل په ورځ يې کېمپبل سره لیدلي دي، هغه وايس اف امریکا سره په خبرو کې ويلي چې د ریټائرمنټ نه وروستو جنرال کله د ترکي سفر نه دی کړی او هغه د ترکي په اړه د امریکې د حکومت د پالیسۍ ملاتړ کوي .

ترکي چې د شام او عراق سره يې پولې لګېدلي د داعش په ضد جګړه کې د ناټو مهم اتحادي دی د ترکي انکرلیک فضايي اډه امریکایي او نېټو الوتکې د داعش په ضد کاروي او دغلته ۳۰۰۰ امریکايي عسکر هم موجود دي .

ډنفورډ ويلي د ترکي د پوځ مشر ورسره تېره اونۍ دوه مېلاؤ شوی او باور يې ورته ورکړی چې ترکي د داعش په ضد جګړه کې ژمن دی .

دغه غندل شوی رپورټ په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې د ترکي چارواکو په امریکا کې مېشت ترکي جلاوطن دیني مشر فتح الله ګولن باندې د کودتا تور لګولی دی .

تېره اونۍ د ترکي وزیراعظم بن علي یلدرم ويلي ؤ د امریکا حکومت ته يې د ترکي په ناکامه کودتا کې د ګولن د ککړتوب ثبوتونه ورکړي دي . د سپينې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ ويلي امریکا د ترکي د ثبوتونو جاج اخلي .

ګولن چې د امریکا په پنسلوینیا ریاست کې مېشت دی د ترکي په پوځي کودتا کې د لاس لرلو تور يې رد کړی دی .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG