لاس رسیدونکی لینک

بنګله دېش کې پولیسو نهه تُندلاري وژلي دي


د چارواکو په وینا تُندلاري د ډهاکې نه بهر په کلیانپور سیمه کې په یو پینځه منزله ودانۍ کې موجود وو

د چارواکو په وینا تُندلاري د ډهاکې نه بهر په کلیانپور سیمه کې په یو پینځه منزله ودانۍ کې موجود وو

د بنګله دېش پولیسو ويلي د هېواد پلازمینه ډهاکه کې يې عملیات کړي او نهه تُندلاري يې وژلي دي .

د بنګله دېش د پوليس ملي مشر شاهدالحق ويلي د اسلامي تُندلارو دې ډلې د داعش سره اړونده جماعت المجاهدین (جی اېم بي) سره تړاؤ لرلو او دوې د روانې میاشتې په سر کې یو رستوران باندي د برید په رنګ حملې کولو پلان درلود .

ډهاکه کې په رستوران باندې شوي برید کې ۲۲ کسان وژل شوي وو .

د چارواکو په وینا تُندلاري د ډهاکې نه بهر په کلیانپور سیمه کې په یو پینځه منزله ودانۍ کې موجود وو او چې کله پولیسو ودانۍ ته د ننوتلو هڅه کوله دوې په پولیسو ډزې پېل کړې . دوې په پولیسو د ډزو په وخت د الله اکبر نعرې هم وهلې .

پولیس افسر حق د وسله والو د وژنې وروستو خبریالانو ته وويل دوې هم په ریستوران باندې د حمله کوؤنکو په رنګ جامې اغوستې او د هغه ډول غټې حملې منصوبه بندي یې کوله .

پولیس مشر ويلي نهه وسله وال وژل شوی او د دوې د جملې نه یو نیول شوی دی .

د پولیس افسر په وینا (نیول شوي تُندلاري ادعا کړې چې دوې د داعش غړي دي خو نوموړی وايي زمونږ په خیال د دوې تړاؤ د جی اېم بي سره دی ).

XS
SM
MD
LG