لاس رسیدونکی لینک

پاکستان د تورخم دروازې په رسمي ډول پرانیستو ته تیار دی


پاکستاني چارواکي وایي په پوله د څارنې کلک ګامونه به دواړو خواؤ ته د ترهګرۍ او حکومت مخالفه هلو ځلو مخه ونیسي .

پاکستاني چارواکي وایي په پوله د څارنې کلک ګامونه به دواړو خواؤ ته د ترهګرۍ او حکومت مخالفه هلو ځلو مخه ونیسي .

پاکستاني چارواکو د ګل په ورځ ويلي دوې پلان لري چې د تورخم په پوله جوړه نوې دروازه د اګست په وړومبۍ نېټه پرانیزي . د چارواکو په وینا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ په دغه مصروفه لار به د نوي دروازې سره د غېرقانونه تلونکو راتلونکو د څارنې عمل موثره شي .

افغانستان په دغه دروازه اعتراضونه لرل او تېره میاشت د دروازې جوړولو په وخت په پوله د دواړو ملکونو د ځواکونو نښته شوې وه چې پکې دواړو خواؤ ته څلور عسکر وژل شوي او د عامو خلکو په ګډون د یو درځن نه زیات کسان ژوبل شوي وو .

د دفاع د وزارت چارواکي مېجرجنرال عابد نذیر د سینیټ د دفاع کمېټۍ ته د دروازې د پرانتسې په اړه احوال تېر کړې چې څنګه به د افغانستان سره لګېدلې ۲۶۰۰ کلومیټره پوله د ډېورنډ په دغه لار د ترهګرو او غېرقانونه خلکو د تګ راتګ مخه ونیول شي .

کابل کې نن د نهې په ورځ د دروازې د پرانستې او په پوله د انتظام په اړه د دواړو خواؤ پوځي او ملکي مشران لیدنه کوي . تېره میاشت يوه تکنيکی کارکوؤنکې ډله جوړه شوې وه چې د پولې په سر راپورته کېدونکو شخړو د هواري په اړه به خبرې کوي او یقيني کوي به، چې بیا په پوله نښته رامنځته نه شي .

​د جنرال نذير په وینا په دروازه سکېنرې او سي سي ټي وي کېمرې لګول شوي کوم به چې په پوله کارکوؤنکو ادارو ته د دوې په کار اسانولو کې مرستې کوي . هغه ويلي په پوله د ورځې په سر ۲۰زره کسان اوړي راوړي .

نوموړي کميټۍ ته ويلي چې په پوله دواړو غاړو ته د پرتو قبايلو د تګ راتګ دپاره هم اضافي ګامونه پورته کولی شي څوک چې په ازاده دواړو غاړو ته اوړي راوړي .

د دفاع وزیر خواجه اصف او نورو اړونده چارواکو کمېټۍ ته د احوال تېرولو په وخت ويلی دوې به په پوله د څارنې دپاره نورې دغه ډول اسانتياوې ولري . هغه ويلي د ډېورنډ په کرښه چې د تګ راتګ ۲۰۰ غېر رسمي لارې دي د هغې په انتظام هم دوه اړخیزه خبرې روانې دي .

خواجه اصف ويلي ( دا به په پوله دواړو غاړو ته د څارنې نظام مضبوط کړي، د افغانستان نه راتلونکي خلک به سفري اسناد ښکاره کوي او دا به د پاکستان نه په غېر قانونه توګه افغانستان ته د تلونکو مخه هم ونیسي ) .

​د تورخم په پوله د نښتې سره د زرګونو په شمېره کې د خلکو او سامانونو وړونکو ګاډو تګ راتګ ودرېدلی ؤ .

خواجه اصف ويلي د پولې د یوې ورځې د بندېز سره افغانستان کې د بنیادي توکو بیعې ۱۰فیصده لوړې شوې وې . د افغان سوداګرو په اټکل د څلورو ورځو د پولې د بندېز له امله ورته په ملینونو ډالره تاوان اوختی وو .

افغان مشران د پاکستان لخوا په پوله د پخو اسانتیاؤ جوړولو مخالفت کوي او دریز لري چې د هند د پخواني بر‌طانوي مشرانو لخوا دا نړیواله بیلیدونکې پوله نه مني .

خو پاکستان په دې ټینګار کوي چې په کال ۱۹۴۷م کې ورته د بر‌طانيي نه د خپلواکۍ ترلاسه کولو په وخت د ډېورنډ کرښه په میراث کې پاتې شوې ده او دا نړیواله پوله ده .

پاکستاني چارواکي وایي په پوله د څارنې کلک ګامونه به دواړو خواؤ ته د ترهګرۍ او حکومت مخالفه هلو ځلو مخه ونیسي .

XS
SM
MD
LG