لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

  جاپان : د چاکو په برید کې ۱۹ کسان وژل شوي


دغه پېښه د ټوکیو نه لویدیځ نه پله ۵۰ کلوميټره لرې په ساګامیهارا ښار کې رامنځته شوې ده
دغه پېښه د ټوکیو نه لویدیځ نه پله ۵۰ کلوميټره لرې په ساګامیهارا ښار کې رامنځته شوې ده

جاپان کې نن د نهې په ورځ د ټوکيو نه بهر چاکو په لاس یو تن د معذورو کسانو د ساتنې په مرکز برید او لږترلږه ۱۹ کسان یې وژلي دي . دې پېښې ته د دوېمې نړیوالې جګړې نه وروستو تر ټولو لویه خونړۍ پېښه وئیل کيږي .

د چارواکو په وینا دغه پېښه د ټوکیو نه لویدیځ نه پله ۵۰ کلوميټره لرې په ساګامیهارا ښار کې رامنځته شوې ده او ۲۶ کلن تن چې په دغه مرکز کې وړاندې کار کولو ورغلی او په چاکو یې کسان وهلي دي .

حمله کوؤنکي تن وروستو په په خپله ځان پولیسو ته حواله کړی او منلې یې ده چې دا برید يې کړی دی د هغه د ګاډي نه نور چاکوان هم ترلاسه شوي خو يو پکې په وینو سور وو .

راپورونه وايي هغه په دې خبره په قهر وو چې په دغه مرکز کې د کار نه لرې کړی شوی ؤ .

برید کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ژوبل شوي هم دي .

جاپان کې ډله ییز بریدونه کم رامنځته کیږي ځکه چې په دغه هېواد کې د وسلې په اړه قانون سخت دی .

په کال ۲۰۰۱م کې په اوساکا ښار کې د سکول اته ماشومان په چاکوانو وژل شوي وو . او بیا په کال ۲۰۰۸م کې یو کس په ټوکیو کې اووه کسان په چاکوانو وژلی وو .

د جاپان د کابینې مشر سېکتر یشوهیدی سیګا ویلي دا ډېره دردؤنکې پېښه ده چې بې ګناه خلک يې ښکار شوي دي نوموړي پېښه کې د وژل شوؤ او ژوبلو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده .

هغه ويلي پولیس د پېښې پلټنې کوي چې هر څه په ډاګه کړی شي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG