د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د افغانستان صدر اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې کابل کې شوی برید غندلی او ويلي دي د پاکستان حکومت او اولس د افغان حکومت او اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دی .
د سرکاری میډیا ترمخه وزیراعظم نوازشریف نن د ګل په ورځ افغان صدر اشرف غني سره په ټیلیفون خبري کړي او کابل کې د خالي په ور ځ ترسره شوی برید یې په کلکه غندلی او ويلي يې دي (دا د ترهګرو بې رحمه عمل دی چې انسانان وژني) .
نوموړي په دغه پېښه کې د وژل شوؤ او ژوبلو د کورنو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده .
کابل کې د خالي په ورځ یوه مظاهره باندې شوي برید کې لږترلږه ۸۰ کسان وژل شوي او د ۲۰۰ نه زیات نور ژوبل شوي وو . داعش ډلې د دې برید زمه واري منلې وه .
نوازشریف افغان صدر اشرف غنی سره په خبرو کې ويلي چې ترهګري د دواړو ملکونو ګډ دښمن دی او زیاته کړې يې ده پاکستان ژمن دی چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې افغانستان سره مرستې نورې پراخه کړي .
افغان صدر د خپل حکومت او اولس سره په خواخوږۍ د نوازشریف نه مننه کړې او ويلي دي دواړه ملکونه د ترهګرۍ سره مخ دي . هغه ويلي دواړه د ترهګرۍ په ضد جګړه کې یو یُو .
دا په داسې حال کې چې دوه ورځې د پاکستان یو شخصي ټیلي ویژن چېنل (جیونیوز) سره په مرکه کې اشرف غني په پاکستان نيوکې کړي او ويلي يي دي حقاني نېټ ورک او طالب مشران د پاکستان په خاوره په ښکاره تګ راتګ کوي په کوئټه کې شورا لري او په اسلام اباد کې غونډې کوي خو پاکستان یې په ضد ګامونه نه اخلي .
اشرف غني ویلي افغانستان په خپله خاوره هغو ډلو ته چې د پاکستان په ضد جنګیږي ځایونه نه دي ورکړي او دغه طمع له پاکستانه هم لري .
نوموړي ويلي افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د مشر فضل الله په ضد ۱۱ ځله عملیات شوي ولې پاکستان ورته داسې یو ثبوت نه دی ورکړی چې د حقاني ډلې او دې سره اړونده وسله والو په ضد يې عملیات کړي وي .
افغان صدر دا هم ويلي چې د افغان طالبانو پخواني مشر ملامنصور د پاکستان په پاسپورټ سفرونه کړي خو فضل الله د افغانستان په پاسپورټ سفر نه دی کړی .
د ذکر ده چې د افغان طالبانو سره د سولې د خبرو، څلور اړخیزه غونډو کې د پاکستان د ژمنو نه پوره کولو د تور لګولو ترڅنګ په وروستیو کې د تورخم په پوله د نښتې وروستو د دواړو هېوادونو اړیکي ترینګلي دي .