لاس رسیدونکی لینک

 جرمني: چاؤدنه کې د شام کډوال مړ، ۱۲ ژوبل


جرمني کې روانه میاشت دغه ډول څو پېښې رامنځته شوي دي .

جرمني کې روانه میاشت دغه ډول څو پېښې رامنځته شوي دي .

د جرمني د چارواکو په وینا د شام یو کډوال چې د اتوار په ورځ يې د انسباخ بویریا علاقه کې د موسیقۍ مېلې ته بم وړلو هغه پرې چاؤدلی او پکې وژل شوی دی، چاؤدنه کې نور ۱۲ کسان ژوبل شوی دی .

چارواکو ویلي دغه چاؤدنه په ارادې سره شوې ده او دغه کس د اتوار د ورځې د چاؤدنې نه وړاندې هم څو ځله د خودکشۍ هڅه کړې ده .

هغه تېر کال د سیاسي پناه اخستو نه انکار کړی ولې هغه ته په جرمني کې په عارضي توګه د پاتې کېدو اجازه ورکړی شوې وه .

د چاؤدنې نه وروستو د موسیقۍ د دغه مېلې نه خواؤشا دوه زره کسان بل ځاي ته منتقل کړی شوي دي .

هم د اتوار په ورځ د شام یو کډوال په جنوبي ختیځ ښار سټټګارډ سره نزدي برید کړی یوه ښځه یې وژلې او دوه نور یې ژوبل کړي دي .

د جرمني په میونخ ښار کې د جمعې په ورځ یو ايراني جرمن ۱۸ کلن هلک په ډزو کې نهه کسان وژل شوي وو .

جرمني کې روانه میاشت دغه ډول څو پېښې رامنځته شوي چې پکې کډوال ککړ وو، د دغو پېښو په غبرګون کې د کډوالو په اړه د حکومت په پالیسیو باندې سختې نیوکې کیږي .

XS
SM
MD
LG