لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې دهزاره ورورولۍ دزرګونو خلکو مظاهره


 دغه مظاهرين دترکمانستان څخه کابل پورې دغوړول کيدونکي پينځوو سو کلو واټو دبجلۍ دټرانسميشن لاين دهاغو دوو ولايتونو څخه دتيرولو غوښتنه کوي چرته چې په ګڼ شمير کې هزاره ورورولي ميشته ده.
دغه مظاهرين دترکمانستان څخه کابل پورې دغوړول کيدونکي پينځوو سو کلو واټو دبجلۍ دټرانسميشن لاين دهاغو دوو ولايتونو څخه دتيرولو غوښتنه کوي چرته چې په ګڼ شمير کې هزاره ورورولي ميشته ده.

دافغانستان پلازمينه کابل کې دخالي په ورځ دهزاره ورورولۍ په زرګونو کسانو دانرژۍ دلکونو ډالرو ديوې منصوبې دلارې دبدلولو په ضد مظاهره کړې او سړکونو ته راوتلي دي.

دغه مظاهرين دترکمانستان څخه کابل پورې دغوړول کيدونکي پينځوو سو کلو واټو دبجلۍ دټرانسميشن لاين دهاغو دوو ولايتونو څخه دتيرولو غوښتنه کوي چرته چې په ګڼ شمير کې هزاره ورورولي ميشته ده.

خو حکومت دريځ لري چې ددغه لارې څخه دټرانسميشن لا ين تيرولو کې به نه يواځې دا چې دمنصوبې په لګښت دلکونو ډالرو اضافه کيږي بلکې ددې بشپړيدو کې به هم څو کلونه وخت لګيږي کوم چې دانرژۍ دسخت ضرورت لرونکي دغه هيواد لپاره مناسبه نه ده.

چارواکو دتيرې ورځې راهسې دپلازمينې کابل په مرکزي برخو او لويو لارو ټرکونه او کنټينرې اودرولې وې بندې کړې يې وې او په ګڼ شمير کې پوليس او عسکر هم ځايې پځايې کړي وؤ.

خو مظاهرين په بيلا بيلو لاروداحتجاج په حال کې ليدل شوي او دهغوي څخه زياترو دافغانستان ملي بيرغ پورته کړى او دحکومت په ضد يې نعرې وهلي.

په دغه مهال دهيلي کاپټرو له لارې دفضاء څخه څارنه روانه وه.

هزاره ورورولي غواړي چې دغه ټرانسميشن لا ين دباميان او وردک ولايتونو څخه تير شي.

دکال ٢٠١٨م پورې په امکاني توګه دبشپړيدونکې دغه منصوبې په اړه ويل کيږي چې ددې لار کال ٢٠١٣م کې افغان حکومت بدله کړې وه او هزاره ورورولي دغه بدلون دځان په ضد امتيازي سلوک ګرځوي.

هزاره، چې اکثريت يې دشيعه مسلک سره تعلق لري، دافغانستان دابادۍ خواوشا لس فيصده ده او ددغو خلکو معاشي حالت نسبتاً کمزورى دى.

هزاره ورورولي دطالبانو دحکومت په دور کې سختو ستونزو سره مخ وؤ او تندلارو يې په زرګونو کسان وژلي.

خو په سياسي توګه دمنظمه دغه ورورولۍ ګڼ شمير دافغان ولسمشر اشرف غني دګډحکومت برخه هم ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG