لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشامي ښار منبج نيمه برخه داعش څخه بيرته نيول شوې

 دامريکا په مشرۍ دداعش مخالفه ايتلاف وياند کرنل کرس ګارور بغداد څخه دټيلي کانفرنس له لارې پينټاګان کې خبريالانو ته وويل دامريکا په ملاتړ دايتلاف جنګيالو دمنبج دلويديزې برخې واک سمبال کړى او دښار څخه چاپيره خپله ګيره تنګوي.

شام کې دتندروه ډلې داعش په ضد جنګييدونکو جنګيالو دمنبج ښار دنيمې برخې واک بيا ترلاسه کړى دى.

دامريکا په مشرۍ دداعش مخالفه ايتلاف وياند کرنل کرس ګارور بغداد څخه دټيلي کانفرنس له لارې پينټاګان کې خبريالانو ته وويل دامريکا په ملاتړ دايتلاف جنګيالو دمنبج دلويديزې برخې واک سمبال کړى او دښار څخه چاپيره خپله ګيره تنګوي.

دهغه وينا وه عراق کې فلوجه او رمادي څخه دشاتګ په پرتله داعش منبج کې پشا کيږي خو ددې ترڅنګ نوى کمک هم ترلاسه کوي چې ورسره دښار مينځ پورې رسيدل ګرانيږي.

ګارور وويل دا داسې جګړه ده چې له دې وړاندې هغوي نه وه ليدلې.

دامريکا په مشرۍ د ايتلاف وينا ده تراوسه يې دسوريې عرب ايتلاف مرستې لپاره منبج سره نزدې دپينځوؤ څخه زيات هوايي عمليات ترسره کړي

منبج کې دغه عسکري برياليتوب په داسې حال کې شوى چې دبشري حقونو ډلو دعوه کړې ده چې يو ايتلافي فضايي بريد کې روانه اونۍ کې په لسګونو وګړي وژل شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG