لاس رسیدونکی لینک

سوات : بمي چاودنو کې يو عسکر وژل شوى،پينځه کسان ژوبل

 دپوليسو ترمخه لمړۍ چاودنه هاغه مهال وشوه کله چې دکالام څخه اتروړ سيمې ته روان دبونير ضلع ناظم سيد سالار جهان ګاډى په نخښه کړى شو،دغه چاودنه کې دهغه دوه نور ملګري هم ژوبل شوي دي چې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

دپاکستان دخېبرپښتونخوا صوبې دسوات دسيلګرۍ په سيمه کالام کې دوؤ بمي چاودنو کې يو عسکر وژل شوى او دبونير دضلع ناظم په ګډون پينځه کسان ژوبل شويدي.

دپوليسو ترمخه لمړۍ چاودنه هاغه مهال وشوه کله چې دکالام څخه اتروړ سيمې ته روان دبونير ضلع ناظم سيد سالار جهان ګاډى په نخښه کړى شو،دغه چاودنه کې دهغه دوه نور ملګري هم ژوبل شوي دي چې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

دوهمه چاودنه هاغه مهال وشوه کله چې امنيتي ځواکونو دلمړۍ چاودنې سيمه پخپله ولکه کې واخسته، دغه چاودنه کې يو عسکر وژل شوى او دوه نور ژوبل شويدي.

دخېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا يو بيان کې ددغه چاودنې غندنه کړې او ويلي يې دي چې په دغسې بزدلانه پيښو دترهه ګرۍ په ضد دامنيتي ځواکونو او قام اراده نه شي کمزورې کيدى.

دتيرو څو اوونو راهسې دخېبرپښتونخوا په بونير سوات او دير سيمو کې يوځل بيا دتشدد پيښو اضافه راغلې ده.

دروانې مياشتې په ١٢مه نيټه هم دبحرين دپوليسو يو ګاډى په مانکيال سيمه کې دسړک په غاړه دښخ بم له لارې په نخښه کړل شوى و چې پکې پينځه پوليس ژوبل شوي وؤ.

تيره ورځ هم بره دير سيمه کې دسړک دغاړې يوه بمي چاودنه کې دامن کميټۍ اووه غړي وژل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG