د امريکې د خزانې محکمې په ايران کې موجود د القاعده په درې مشرانو نوي بندېزونه لګولي دي ، په دوې تور دی چې د ترهګرې ډلې دپاره يې پېسې راجمع کولې .
د خزانې محکمې په يو بيان کې ويلي چې دغه کسان جاسم محمدامير الخالدي، يسرا محمدابراهيم بيومي او ابوبکر محمدمحمدغمين نوميږي او دوې په " په خصوصي توګه نړيوال ترهګر" ګرځول شوي دي .
د بيان ترمخه خالدي د القاعده يو مشر او پخوانی بټالين کمانډر دی او د هغه د پاکستاني طالبانو سره اړيکي دي .
ابراهيم بيومي د ترهګرې ډلې پخوانی پوخ غړی دی د هغه په اړه وئيل کيږي چې په ايران کې د القاعده د غړو په خلاصولو کې ککړ وو .
غمين د القاعده مشر غړی دی او هغه د القاعده د مالي، مواصلاتي او انتظامي چارو کې کردار ادا کړی دی .
د بندېزونو په ترڅ کې په امريکا کې د هغوې ټول جايداد په په ولقه کې اخستی شوی دی او دې سره امريکايي وګړي يا امريکايي شرکت د دې نه منع کړی شوي چې د دغو درې واړو کسانو سره هيڅ قسمه کاروبار نه کوي .