لاس رسیدونکی لینک

ترکي کې زمونږ ويباڼه بلاک کولى شي،وکي ليکس


 دتنظيم وينا ده دغه ګام دهغوي له لوري دترک صدر رجب طيب اردوان دواکمن ګوند په اړه خواوشا ددريوؤ لکو اي ميلونو دجاري کولو داعلان څخه وروستو اخستل شوى.

دتنظيم وينا ده دغه ګام دهغوي له لوري دترک صدر رجب طيب اردوان دواکمن ګوند په اړه خواوشا ددريوؤ لکو اي ميلونو دجاري کولو داعلان څخه وروستو اخستل شوى.

دپټو معلوماتو په ډاګه کوونکي لانجمن تنظيم وکي ليکس دعوه کړې ده چې ترکي ټول هيواد کې دهغوي دويب پاڼې دبلاک کولو امر کړيدى.

دتنظيم وينا ده دغه ګام دهغوي له لوري دترک صدر رجب طيب اردوان دواکمن ګوند په اړه خواوشا ددريوؤ لکو اي ميلونو دجاري کولو داعلان څخه وروستو اخستل شوى.

دشورو تر ورځې دې لړ کې زيات جزئيات مخې ته نه دي راغلي او دا هم نه ده په ډاګه چې ايا په ويب پاڼه دموجودو موادو پورې درسد مخه نيول شوې که نه.

وکي ليکس دګل په ورځ اعلان کړى و چې دداسې اسنادو دجاري کولو اراده لري کوم چې به دترکي دسياسي طاقت دځاندرې په اړه وي، دغه اعلان ترکي کې دپوځ ديوې ډلې لخوا دناکامه کودتا څخه څخه وروستو مخې ته راغلى.

دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټويټر خپل پيغام کې دمعلوماتو دپه ډاګه کولو دارادې څرګندولو په ترڅ کې وکي ليکس ويلي” جګړۍ ته چمتو شئ، مونږ دترکي دطاقت دځاندرې په اړه ديو لکو څخه زيات اسناد جاري کوؤ“

دوکي ليکس مشر جوليان اسانج يو اسټرالوي وګړى دى او هغه دبرتانوي پوليسو دنيول کيدو څخه بچ کيدو لپاره دڅلورو کلونو راهسې لندن کې دايکواډور سفارت خانه کې پناه اخستې.

هغه ديو جنسي بريد په تور دسويډن حکومت ته مطلوب دى خو اسانج ددغه تور څخه انکار کوي.

XS
SM
MD
LG