لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډونلډټرمپ په رسمي ډول صدارتي کانديد شو


د ګوند کنونشن ته د نهې په ورځ د شوؤ ويناګانو پام د ټرمپ د نومول کېدو نه علاوه د امريکې معيشيت پله وو .
د ګوند کنونشن ته د نهې په ورځ د شوؤ ويناګانو پام د ټرمپ د نومول کېدو نه علاوه د امريکې معيشيت پله وو .

د امريکا د ريپبلکن ګوند ياد کاروباري مالدار تن ډونلډټرمپ د صدارتي انتخاباتو دپاره په رسمي ډول کانديد ونومول شو .

د اوهائيو رياست په کليولېنډ ښار کې د ګوند ملي کنونشن کې په دوېمه ورځ د ايالتونو استازو خپلې راېې ورکړي او د ټرمپ په حق کې پکې ۱۲۳۷ رايې راغلي او هغه کانديد جوړ شوی دی .

ټرمپ به په اتم نومبر د ډيموکريټک ګوند د صدارتي کانديدې او پخوانۍ خارجه وزيرې هيليري کلنټن سره په عمومي انتخاباتو کې سيالي وکړي ، او د انتخاباتو کامياب کانديد به د امريکې نوی صدر وي .

د رايې اچونې وروستو د ټرمپ د صدارتي کانديد جوړېدو سيالان او د ګوند نور مهم مشران به کنونشن ته ويناوې وکړي . د ټرمپ زوي او لور کنونشن ته ويناوې کړي دي .

د ګوند کنونشن ته د نهې په ورځ د شوؤ ويناګانو پام د ټرمپ د نومول کېدو نه علاوه د امريکې معيشيت پله وو .

د ګوند مشرانو امريکا بيا د پرمختګ په لور د روانولو په موضوع خبرې وکړې . هغوې وويل د ارب پتي ټرمپ د صدر جوړېدو سره به معيشيت نور په تېزوالي سره مخکې لاړ شي ځکه چې هغه د لسيزو راهسې د کاروبار تجربه لري .

د نهې د ورځې په ويناګانو کې زياتره په کورنيو چارو کې د اوباما په پاليسيو او هيلري کلنټن باندې هم انتقادونه شوي دي .

د نيوجرسي ګورنر کرس کرسټي چې اول خپله کانديد ؤ او نن سبا د ټرمپ ملاتړ کړي هغه ويلي اته کاله نور سپينه ماڼۍ اوباما ته نه ورکوؤ او زياته يې کړه چې د کلنټن دوره به د اوباما د دروې غځول وي .

يو بل وينا وال او پخواني سيال ډاکټر بن کارسن وويل د هيلري کلنټن عقيده د دې ملک دپاره خطرناکه ده .

کنونشن ته نورو ويناکوؤنکو هم د هيلري کلنټن د بهرنو چارو د وزيري په توګه د هغې په کار نيوکې کړي دي .

هيلري کلنټن به راتلونکې اوونۍ کې د ګوند لخوا په کنونشن کې په رسمي ډول د صدارت دپاره کانديده ونومول شي او په اتم نومبر به يې ټرمپ سره مقابله وي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG