لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما د ترکي دناکامه کودتا پلټنو کې دمرستې وړانديز کړی


اردوان سره په ټيليفوني خبرو کې اوباما د کودتا د هڅو په سختو ټکو کې غندنه کړې ده .
اردوان سره په ټيليفوني خبرو کې اوباما د کودتا د هڅو په سختو ټکو کې غندنه کړې ده .

د امريکې صدر باراک اوباما خپل ترکي سيال رجب طيب اردوان ته وړانديز کړی چې تېره اونۍ د ناکامه کودتا د پلټنو په لړ کې ورسره مرسته وکړي .

د سپينې ماڼۍ ترمخه د نهې په ورځ اردوان سره په ټيليفوني خبرو کې صدر اوباما په ډاګه کړې ده چې امريکا به ورته د پلټنو په لړ کې " مناسبه مرستې" ورکړي .

دواړو مشرانو د ترکي لخوا د مسلمان مذهبي مشر فتح الله ګولن په اړه شوي خواست باندې هم خبري اترې کړي د دې دپاره چې په هغه باندې د کودتا د هڅې په لړ کې په لګيدلي تور مقدمه وچلول شي .

د سپينې ماڼۍ وياند د ګولن په ممکنه توګه ترکي ته د سپارلو په اړه د امريکايي دريز تفصيل نه دی وړاندې کړی خو ويلي دي چې په دغه لړ کې پرېکړه به د انقرې او واشنګټن ترمنځ د اوږدې مودې د تړون ترمخه کولی شي .

اردوان سره په ټيليفوني خبرو کې اوباما د کودتا د هڅو په سختو ټکو کې غندنه کړې او په دې خبره يې زور راوړی دی چې په دغه لړ کې دې داسې پلټنې او عدالتي کارروايي وشي چې د اولس په جمهوري ادارو او قانون په سر لوړۍ اعتماد نور هم سېوا شي .

هم د نهې په ورځ د کودتا د هڅو او په دغه کار کې د هڅو د مرستو په تور سرکاري نوکران او استازان نيول شوي او ۲۶۰۰۰ نور د دندو څخه لرې کړی شوي دي .

د ترکي د رسنيو ترمخه د ترک د تعليم وزارت په ټول ملک کې ۱۵۲۰۰ استازان او داخله وزارت نهه زره نوکران د دندو څخه لرې کړي دي .

د خزانې وزارت ۱۵۰۰ نوکران لرې کړي او د مذهبي امورو محکمې، خانداني او سماجي پاليسۍ وزارت او د اېوان وزيراعظم نه هم په سلګونو نوکران د دندو نه لرې کړی شوي دي .

د امريکې د دفاع وزير اېش کارټر هم خپل ترک سيال ته ټيليفون کړی او د ترکي وزير کارټر ته باور ورکړ ی چې ترکي يې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې کلک اتحادي دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG