د انډونيشيا چارواکو پخلی کړی چې د ملک انتهايي مطلوب تُندلاری پوليس سره په نښته کې وژل شوی دی .
سانتوسو د ګل په ورځ د انډونيشيا په ختيځ سولاويسي ټاپو کې د نورو تُندلارو سره وژل شوی دی، چرته د پينځه ؤ کالو راهسې پوځ او پوليس د هغه په لټون بوخت وو .
د هغه د مړي پېژندګلو شوې ده .
سانتوسو د ختيځ انډونيشيا مجاهدينو نومې وړې ترهګرې ډلې مشر ؤ او د داعش سره يې بېعت کړی ؤ .
دې ډلې ځانته د چين د لږکيو لساني ايغور مسلمانانو ترڅنګ د نورو هېوادونو نه تُندلاري راوستل . د چين ايغور لساني لږکۍ په سنکيانګ علاقه کې شتون لري .
امريکا د روان کال په سر کې سانتوسو د نړيوالو ترهګرو په فهرست کې شامل کړی ؤ .
د امريکې د بهرنو چارو د وزارت په وينا د ختيځ انډونيشيا مجاهدين ډله يو شمېر وژنو او تښتونو زمه واره ده .