لاس رسیدونکی لینک

عدالت د مشرف شتمنۍ ضبط کولو او حسابونو تړلو امر کړی


پخواني پوځي صدر باندې په کال ۲۰۰۷م کې د غېرائيني اقداماتو، د عدليي د ججانو نظر بند کولو او په ملک کې د اېمرجنسي لګولو تورونه دی .

پخواني پوځي صدر باندې په کال ۲۰۰۷م کې د غېرائيني اقداماتو، د عدليي د ججانو نظر بند کولو او په ملک کې د اېمرجنسي لګولو تورونه دی .

د پاکستان پخواني پوځي صدر پروېز مشرف باندې د ائين ماتولو د کېس اورېدونکي ځانګړي عدالت امر کړی چې د هغه شتمنۍ دې ضبط، او حسابونه (بېنک اکاؤنټونه) دې وتړل شي .

د جسټس مظهرعالم په مشرۍ د درې کسيزه ججانو بنچ نن د نهې په ورځ د کېس اورېدنه کړې او دغه امر يې کړی دی .

عدالت په خپل امر کې ويلي چې د پروېزمشرف په پاکستان کې څومره جاېداد دی هغه دې ضبط کړی شي او سټېټ بنک ته يې د هغه د بنک اکاؤنټونو تړلو ويلي دي . عدالت ويلي د امر عملي کېدو راپور دې جمع کړی شي .

ځانګړي عدالت له دې وړاندې څو ځله پروېزمشرف پسې وارنټونه جاري کړي او هغه يې اشتهاري ګرځولی دی .

عدالت د پروېزمشرف د نيولو پورې د کېس بيا اورېدنه ځنډولې ده .

راپورونه وايي د کېس اورېدنې په وخت د مشرف وکيل عدالت ته خواست کړی چې موکل يې ناروغه دی او د علاج دپاره بهر ملک ته تلی دی د هغه بيان دې په سکائپ ريکارډ کړی شي ولې عدالت دغه خواست رد کړی دی .

عدالت ويلي د ملزم د حاضرۍ نه بغېر مقدمه نه شي چلېدی، او د قانون ترمخه د ملزم په غېرموجودګۍ کې اورېدنه نه شي کېدی .

وروستو داخله وزارت د پخواني پوځي صدر د جايداد په اړه تفصيلات په عدالت کې جمع کړي دي .

په کېس کې د استغاثې وکيل اکرم شېخ او وکيل صفايي احمدرضاقصوري او فېصل چوهدري هم پېش شوي او د داخله وزارت او اېف بي ائي چارواکي هم عدالت ته حاضر شوي دي .

د مشرف وکيل فېصل چوهدري د عدالتي اورېدني وروستو ويلي د فېصلې په ضد به ستره محکمه کې اپيل کوي .

پخواني پوځي صدر باندې په کال ۲۰۰۷م کې د غېرائيني اقداماتو، د عدليي د ججانو نظر بند کولو او په ملک کې د اېمرجنسي لګولو تورونه دی .

XS
SM
MD
LG