لاس رسیدونکی لینک

د سندهـ هائيکورټ چيف جسټس تښتول شوی زوی راخلاص کړی شوی


اوېس شاه د جون د مياشتې په ۲۰م نېټه د کراچۍ د کلفټن سيمې نه نامعلومو کسانو تښتولی ؤ .

اوېس شاه د جون د مياشتې په ۲۰م نېټه د کراچۍ د کلفټن سيمې نه نامعلومو کسانو تښتولی ؤ .

د سندهـ هائيکورټ د مشر قاضي سجاد علي شاه تښتول شوی زوی اوېس شاه راخلاص کړی شوی دی ، هغه د جون د مياشتې په ۲۰م نېټه د کراچۍ نه تښتول شوی ؤ .

د پوځ مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار مشر لفټننټ جنرال عاصم باجوه د اوېس شاه د راخلاصولو په اړه رسنيو ته تفصيل وړاندې کړو او وې وئيل هغه د خېبرپښتونخوا د ډېراسماعيل خان سيمې نه ټانک علاقې ته په لار کې راخلاص کړی شوی دی .

عاصم باجوه وويل د درېو ورځو نه د هغه په اړه ځيني تکنينکي شواهد موجود وو ځکه د ډېره اسماعيل خان د مفتي محمود چوک سره نزدې د ځواکونو درې ناکې لګول شوې وې او تېره شپه په دوه بجې بيا په يو چيک پوسټ اوېس شاه راخلاص کړی شو .

هغه وويل يو موټر راروان ؤ او چې کله عسکرو هغه ته د ودرېدو اشاره وکړه نو ډرائيور د ګاډي بلې غاړې ته اړولو هڅه وکړه په هغه ډزې وشوې ډرائيور وويشتل شو او سمدست بيا په وروستي سيټ کې ناست دوه کسان کوز شو د تښتېدو هڅه يې کوله هغه هم وويشتل شو .

هغه زياته کړه اوېس شاه په برقعه کې کښېنول شوی، په خله يې پټۍ لګول شوې او لاسونه يې شاته تړل شوي وو .

د عاصم باجوه په وينا د درې واړو وژل شوؤ کسانو اړيکې د تحريک طالبان پاکستان او القاعده سره وې او د هغوې د ولقې نه درې کلاشنکوفونه، ۵۰۰ کارتوس او شپږ ګرنېټونه ترلاسه شوي دي .

د پوځ وياند وويل اغواکارو اوېس شاه افغانستان ته تښتول غوښته .

نوموړي وويل د شپې په درې بجې د اوېس شاه د راخلاصېدو خبر د پوځ مشر جنرال راحيل شريف په خپله چېف جسټس سندهـ سجادعلي شاه ته ورکړی او هغه د ټانک نه په خصوصي الوتکه کې کراچۍ ته رارسول شوی دی .

چېف جسټس سندهـ سجادعلي شاه هم په کراچۍ کې د خپل کور نه بهر رسنيو سره په خبرو کې وويل د پوځ سرلښکر ورته د شپې د زوی راخلاصولو خبر ورکړی ؤ .

هغه وويل د حکومت د هڅو په نتيجه کې يې زوی راخلاص کړی شو او پوځ هم د حکومت برخه ده ځانله نه ده .

هغه وويل زوی يې روغ رمټ دی او هغه نه دی خبر چې چا تښتولی ؤ .

اوېس شاه د جون د مياشتې په ۲۰م نېټه د کراچۍ د کلفټن سيمې نه نامعلومو کسانو تښتولی ؤ .

د اوېس شاه د تښتولو په ضد وکيلانو هم احتجاجونه کړي او د سندهـ صوبې په عدالتونو کې د ګل د ورځې نه د درېو ورځو پورې د کاربنديز اعلان کړی ؤ .

روان کال د پنجاب صوبې د وژل شوي ګورنر سلمان تاثير تښتول شوی زوی شهبازتاثير او د هغې نه وروستو د پخواني وزيراعظم يوسف رضاګيلاني تښتول زوی علي حيدرګيلاني هم راخوشی شوی ؤ .

شهباز تاثير د کال ۲۰۱۱م د اګست په مياشت کې د لاهور نه تښتول شوی او روان کال د مارچ په مياشت کې د بلوچستان صوبې په کچلاک سيمه کې په خپله راښکاره شوی ؤ .

علي حېدرګيلاني د کال ۲۰۱۳م د مئي په مياشت کې د ملتان نه تښتول شوی او د روان کال د مئي په مياشت کې افغانستان کې د اتحادي ځواکونو په عملياتو کې راخلاص کړی شوی ؤ.

XS
SM
MD
LG