لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي نه دداعش په ضد دامريکايي اتحاد هوايي بريدونه بياپېل شوي


ترکي په سيمه کې د امريکا غټ اتحادي هېواد دی.
ترکي په سيمه کې د امريکا غټ اتحادي هېواد دی.

د امريکا په مشرۍ جوړ اتحاد د ترکي هوايي اډې نه د تُندوره ډلې داعش په ضد روان هوايي بريدونه بيرته پېل کړی شوي دي .

د جمعې په ورځ د ناکامه کودتاه او حکومت د نسکورولو د هڅې وروستو ترکي خپل هوايي حدود بند کړي وو او د هغې له امله د داعش په ضد روان هوايي عمليات هم ودرېدلي وو .

د پېنټاګون وياند پيټرکُک په يو بيان کې ويلي دي چې د ترکي چارواکو د اتوار په ورځ هوايي حدود د پوځي الوتکو دپاره خلاص کړي دي او " د هغې په پايله کې د ترکي د هوايي اډې نه د داعش په ضد د اتحاد عمليات بيرته پېل شوي دي " .

ترکي په سيمه کې د امريکا غټ اتحادي دی او د داعش په ضد هوايي بريدونو دپاره يې ادانا ښار کې د انجرليک هوايي اډه امريکې ته د کارولو دپاره ورکړې ده .

پيټرکُک ويلي د دغه هوايي اډې بجلي (برېښنا) په عارضي توګه بحال کړی شوې او هيله يې څرګنده کړې چې د اډې بجلي به زر تر زره په ځاې کړی شي .

بل لور ته د ترکي چارواکو ناکامه کودتاه کې په مبينه توګه ککړ د انجرليک هوايي اډي کمانډر جنرال باقر ارکن وان او هغه سره نور ۱۰ سرتيري او يو پوليس هم نيول شوی دی .

د ترکي يوې غېر دولتي خبري ادارې ( ډي اېچ ای) په يوه ويډيو کې جنرال وان ليدل کيږي چې هتکړۍ ورته لګول شوي او د محکمې نه بهر په يو ګاډي کې کښېنول کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG