لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما د درېو امريکايي پوليسو وژنه غندلې


صدر اوباما په کانديدانو او د هغوې په پلويانو غږ کړی چې د دغه ډول " بې پرواه تورونو" څخه ډډه وکړي کوم چې د زيات کړکېچ سبب ګرځي .
صدر اوباما په کانديدانو او د هغوې په پلويانو غږ کړی چې د دغه ډول " بې پرواه تورونو" څخه ډډه وکړي کوم چې د زيات کړکېچ سبب ګرځي .

د امريکې صدر باراک اوباما په لوزيانا رياست کې د ډزو په پېښه کې د درېو پوليسو د وژنې غندنه کړې او له امريکايانو يې غوښتي دي چې د تشدد تازه لړۍ ته په کتو دې د " تفرقو جوړؤنکو شعارونو څخه ډډه" وکړي .

د لوزيانا په بيټن روژ ښار کې د اتوار په سهار يو پخواني پوځي سرتيري ډزې کړې درې پوليس يې وژلي او درې نور ژوبل کړي وو .

پوځي چارواکو د بريد کوؤنکي پېژندګلو د کېنساس سره تعلق لرونکي ۲۹ کلن ګاون لونګ په نوم کړې وه او ويلي يي ؤ چې هغه د کال ۲۰۰۵م تر کال ۲۰۱۰م پورې امريکايي ميرين کور کې خدمات ترسره کړي ، او هغه د کال ۲۰۰۸م تر کال ۲۰۰۹م پورې عراق کې تعينات ؤ .

د پوليس په ډزو کې لونګ هم وژل شوی ؤ .

چارواکو ويلي په ژوبلو کې د يو روغتيايي حالت مرګونی او نور دوه د خطرې نه بهر دي .

صدر اوباما په ټيلي ويژن وينا کې ويلي دغه رنګ ناوړه پېښې زياتې رامنځته کيږي .

د تازه پېښې نه وړاندې په وروستيو کې ډېلس، ټېکساس او منيسوټا کې هم داسې واقعات رامنځته شوي دي او دا ټولې په داسې وخت کې ترسره شوي چې د ريپبلکن او ډيموکريټک د صدارتۍ کانديد نومول کېدو دپاره کنونشنې کېدونکي دي .

صدر اوباما په کانديدانو او د هغوې په پلويانو غږ کړی چې د دغه ډول " بې پرواه تورونو" څخه ډډه وکړي کوم چې د زيات کړکېچ سبب ګرځي .

چارواکو ويلي بيټن روژ کې رامنځته شوې پېښه کې تراوسه پورې داسې شواهد نه دي ترلاسه شوي چې دا هدفي وژنې دي .

د پوليس يو چارواکي کرنل مائيک اېډمونسن ويلي د هر اړخ نه د پېښې پلټنې روانې دي او دا امکان هم شته چې د بريدکوؤنکي سره ملګری هم ؤ او هغه تښتېدلی وي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG