لاس رسیدونکی لینک

د یاسرشاه په لارډز میدان کې جادوگري : انګلېنډ د پاکستان نه ماتې خوړلې


د دې مېچ تر ټولو مهمه خبره د صوابۍ سره تعلق لرونکي ځوان باؤلر ياسر شاه په کوم يو ټيسټ مېچ کې ۱۰ لوبغاړي اؤټ کول وو .

د دې مېچ تر ټولو مهمه خبره د صوابۍ سره تعلق لرونکي ځوان باؤلر ياسر شاه په کوم يو ټيسټ مېچ کې ۱۰ لوبغاړي اؤټ کول وو .

د پاکستان کرکټ ټيم د انګلېنډ په تاريخي مېدان لارډز کې کوربه لوبډلې ته ۲۰ کاله وروستو په پينځه ورځني ټېسټ کرکټ مېچ کې ماتې ورکړه .

د دې مېچ تر ټولو مهمه خبره د صوابۍ سره تعلق لرونکي ځوان باؤلر ياسر شاه په کوم يو ټيسټ مېچ کې ۱۰ لوبغاړي اؤټ کول وو .

د پاکستان او انګلېنډ ترمېنځه د څلورو ټېسټ مېچونو د سيريز د وړومبۍ لوبې ټاس پاکستان وګټو او بېټنګ يې واخستو .

پاکستان په وړومبي اننګز کې ۳۳۹ رنزونه جوړ کړل چې پکې کپتان مصباح الحق تر ټولو زيات ۱۱۴ رنزونه جوړ کړي وو .

د پاکستان له خوا دوېم زيات رنزونه اسد شفيق جوړ کړي او په ۷۳ رنزونو جوړولو کې کامياب شوی وو .

د انګلېنډ له خوا په وړومبي اننګز کې کرس ووکس شپږ او سټيورټ براډ درې لوبغاړي اؤټ کړي وو .

انګلېنډ د پاکستان د ۳۳۹ رنزونو په ځواب کې ۲۷۲ رنزونه جوړ کړل او داسې پاکستان ته په وړومبي اننګز کې د۶۷ رنزونو برتري ترلاسه شوې وه .

په وړومبي اننګز کې د پاکستان له خوا ياسر شاه شپږ لوبغاړي اؤټ کړل، او محمدعامر، راحت علي او وهاب رياض يو يو لوبغاړی اؤټ کړو .

په دوېم اننګز کې د پاکستان ټول ټيم په ۲۱۵ رنزونو اؤټ شو چې پکې تر ټولو زيات رنزونه اسد شفيق ۴۹ او سرفراز احمد ۴۵ جوړ کړل او داسې يې انګلېنډ ته په مجموعي ډول د ۲۸۳ رنزونو هدف ورکړو .

د انګلېنډ له خوا په دوېم اننګز کې کرس ووکس پينځه، سټيوټ براډ درې او معين علي دوه وکټې واخستې .

د انګلېنډ ټول ټيم په دوېم اننګز کې په ۲۰۷ رنزونو اؤټ شو او په داسې توګه دغه مېچ په څلورمه ورځ سر ته ورسېدو او پاکستان په ۷۵ رنزونو وګټلو .

د پاکستان له خوا ياسر شاه په دوېم اننګز کې هم د غوره باؤلنګ مظاهره وکړه او څلور لوبغاړي يې اؤټ کړل .

راحت علي درې او محمدعامر دوه لوبغاړي اؤټ کړل .

ياسر شاه په مېچ کې د ۱۰ وکټو اخستو سره د مېچ غوره لوبغاړی وګرځولی شو .

پاکستان ته د څلورو مېچونو په ټيسټ سيريز کې د يو صفر برتري ترلاسه شوه .

له دې وړاندې د پاکستان کرکټ ټيم په وروستي ځل په کال ۱۹۹۶م کې د انګلېنډ په هم دغه مېدان ماتې ورکړې وه .

XS
SM
MD
LG