لاس رسیدونکی لینک

نوازشريف وايي ترهه ګري ګډ ګواښ دى


 دپاکستاني وزيراعظم ددفتر څخه جاري شوي بيان کې په دې اړه ويل شوي دي چې افغان ولسمشر وويل دپېښور دارمي پبلک سکول قتل عام پاکستان او نړۍ لپاره يوه لويه سانحه وه او مجرمانو ته دهغوي دغندنې دوړ عمل سزا ورکړل شوې ده.

دپاکستاني وزيراعظم ددفتر څخه جاري شوي بيان کې په دې اړه ويل شوي دي چې افغان ولسمشر وويل دپېښور دارمي پبلک سکول قتل عام پاکستان او نړۍ لپاره يوه لويه سانحه وه او مجرمانو ته دهغوي دغندنې دوړ عمل سزا ورکړل شوې ده.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني دخالي په ورځ دپاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف سره ټيليفوني خبرې کړي او هغه يې دپيښور په ارمي پبلک سکول دبريد دمرکزي منصوبه جوړونکي عمر نري دوژلو په اړه خبر کړى دى.

دپاکستاني وزيراعظم ددفتر څخه جاري شوي بيان کې په دې اړه ويل شوي دي چې افغان ولسمشر وويل دپېښور دارمي پبلک سکول قتل عام پاکستان او نړۍ لپاره يوه لويه سانحه وه او مجرمانو ته دهغوي دغندنې دوړ عمل سزا ورکړل شوې ده.

وزيراعظم نوازشريف دپېښور دسانحې دذمه وارو ترهه ګرو په ختمولو دافغان ولسمشر اشرف غني مننه ادا کړه او ژمنه يې وکړه چې پاکستان به پخپله دترهه ګرۍ په ضد عمليات منطقي انجام ته رسوي.

نوازشريف وويل چې پاکستان دخپلې خاورې څخه دوروستي ترهه ګر خاتمې لپاره ژمن دى او زياته يې کړه چې ددې مقصد لپاره دهيواد امنيتي ځواکونو ګڼې قربانۍ ورکړيدي.

نوازشريف وويل چې ترهه ګري يو ګډ ګواښ دى او دغوره همکارۍ سره له مينځه تللى شي.

افغان ولسمشر اشرف غني دوزيراعظم نوازشريف دصحت پوښتنه هم وکړه.

تيره ورځ دپاکستان پوځ پخلى کړى دى چې افغانستان کې دبې پايلټه جاسوسي الوتکې يا ډرون يو بريد کې دپاکستان طالبانو يو مهم کمانډر عمر نرى وژل شوى دى.

دپاکستاني پوځ وياند ليفټننټ جنرال عاصم باجوه دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټويټر يو پيغام کې ويلي وؤ افغانستان کې دبين المللي پوځ کمانډر دپاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف سره دشورو په شپه رابطه کړې او دډرون بريد کې يې دعمر نري چې په خراساني شهرت لري دوژل کيدو پخلى کړى.

عمر نرى دخليفه عمر او خراساني په نومونو سره هم پيژندل کيدو.

عمر منصور چې په اورنګزيب هم شهرت لري دګيدړ په نوم دتندروه ډلې غړى دى او دغه ډله دپيښور په ارمي پبلک سکول، باچاخان پوهنتون او دپيښور په هوايي اډه بريدونو کې ککړه بللى شي.

په ١٦م دسمبر کال ٢٠١٤م کې دپيښور په ارمي پبلک سکول دطالبانو يو خونړي بريد کې د١٣٠ؤ څخه دزياتو طالب علمانو په ګډون خواوشا ١٥٠ کسان وژل شوي وؤ.

دپاکستاني چارواکو ترمخه عمر نرى دپولې پورې افغانستان کې ؤ او پاکستان کې به يې دبريدونو منصوبه بندي کوله.

تيره اوونۍ دپاکستان دانګريزۍ ژبو ورځپاڼو ډان اؤ ايکسپريس ټريبيون دچارواکو له خُلې پخپلو راپورنو کې ويلي چې دخالي په ورځ دافغانستان په ننګرهار ولايت کې ترسره شوي دډرون يو بريد کې دپيښور په ارمي پبلک سکول دحملې مرکزي منصوبه جوړونکى عمر منصور دڅلورو نورو ملګرو سره وژل شوى دى.

راپورونه وايي چې عمر منصور داچين اولسوالۍ په بنډار سيمه کې وژل شوى.

ورځپاڼې ډان ليکلو وؤ چې عمر منصور دقاري سيف الله په نوم ديو بل تندروه کمانډر سره دغه ډرون بريد کې وژل شوى.

دچارواکو وينا وه منصور دنورو دريوو ملګرو سره دکمانډر ملنګ سره ليدنې لپاره ورغلى و چې دډرون بريد کې په نخښه کړى شو.

XS
SM
MD
LG