لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني ماډله قندیل بلوچ وژل شوې ده


قندیل بلوچ په متنازعه ویډیوز نړیوال شهرت پیدا کړی ؤ
قندیل بلوچ په متنازعه ویډیوز نړیوال شهرت پیدا کړی ؤ

فوزیه عظیم نومې دغه مشهورې پاکستاني ماډلې چې په قندیل بلوچ یې شهرت لرلو په نزدې ورځو کې په سوشل میډیا د خپلو متنازعه ویډیوز اؤ عکسونو خپرولو له امله یو نړیوال شهرت پیدا کړی ؤ .

د خالي په ورځ دپاکستان دملتان سیمې د پولیسو مشر اظهراکرام خبریالانو ته ویلي

قندیل بلوچ د اختر په دوئمه ورځ دپنجاب دملتان ښار په مظفراباد سیمه ګرین ټاؤن کې د پلار کور ته راغلې وه اؤ تر اوسه دلته میشته وه.

هغه وویل د قندیل بلوچ د مور پلار د وینا له مخې هغه خپل ورور وسیم وژلې ده خو د پولیسو مشر وایي د وژل شوې ماډلې په وجود د زخمونو نخښې نشته چې ددې څخه معلومیږي وژونکي د هغې مرۍ خفه کړې ده.

د پولیس مشر د وینا له مخې د قندیل بلوچ ورور دغه قتل د غیرت په نوم کړی اؤ که تر شا یې نور علتونه دي ، دا به د پلټنو څخه وروستو روښانه شي .

هغه وویل د قندیل بلوچ رور وسیم له سیمې تښتیدلی خو پولیس د هغه د نیولو هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې قندیل بلوچ د یو مطبوعاتي کانفرنس په وخت ویلي‌ وؤ‌ چې د هغې ژوند ته سخت ګواښونه پیښ دي.

هغې دکورنیو چارو د وزارت نه د تحفظ غوښتنه کړې وه.

په پاکستان کې په تیرو نزدې وختونو کې د غیرت په نوم وژنې سیوا شوي اؤ تر دې مهاله په سوؤنو جینکۍ دپاکستان بیلابیلو سیمو کې دغیرت په نوم وژل شوي دي.

قندیل بلوچ یوه پیغله ماډله وه چې اول سر کې یې د سندرو د لارې د شوبز نړۍ ته د لارې پیدا کولو هڅه کړې وه خو په سندرو کې دناکامیدو وروستو هغې ماډلنګ پیل کړو.

د ماډلنګ ترڅنګ قندیل بلوچ په سوشل میډیا خپل داسې متنازغه ویډیوز اؤ‌ عکسونه خپرول چې هغې د پاکستان په شمول د نړۍ د ګڼو هیوادونو د خلکو توجو قندیل بلوچ ته اړولې وه.

په وروستیو ورځو کې هغې د پاکستان د یو مذهبي عالم مفتي عبدالقوي سره سیلفي عکسونه په سوشل میډیا خپاره کړي وؤ چې هغې په میډیا باندې یوه غوغا جوړه کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG