لاس رسیدونکی لینک

افغانستان: نښتو کې 62 وسله وال اؤ 7 عسکر وژل شوي


دغه نښتې د تیر یو شواروز په مهال بیلابیلو سیمو کې شوي دي

دغه نښتې د تیر یو شواروز په مهال بیلابیلو سیمو کې شوي دي

دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې امنیتي ځواکونو سره نښتو کې لږ ترلږه 62 وسله وال جنګیالي اؤ 7 افغان عسکر وژل شوي دي.

د خالي په ورځ افغان خبري اژانس پژواک د افغانستان د دفاع د وزارت په حواله وئیلي چې دغه نښتې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې په تیر یو شواروز کې شوي دي.

دافغانستان دملي دفاع د وزارت د بیان له مخې افغان ځواکونو په ننګرهار، پکتيکا، ميدان وردګو، غزني، کندهار، فراه، بدخشان، تخار او هلمند ولايتونو کې د ورانکارو په ضد عمليات ترسره کړي دي.

د پژواک دخبر له مخې په دې عملياتو کې ټولټال ٦٢ وسله وال مخالفين وژل شوي، ٢٨ نور ټپيان دي او دوه تنه نيول شوي دي.

دسرچيو وینا ده د هلمند په ګرشک اولسوالۍ کې د وسله والو پنځه قومندانان او د هغوى ١٥ کسان وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي.

دغه راز د کندهار په ميوند اولسوالۍ کې ٢٣ او د بدخشان په راغستان اولسوالۍ کې نهه وسله وال وژل شوي او ٧ نور ټپيان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت په بیان کې ویل شوي د ننګرهار په کوټ، د پکتيکا په برمل او اورګون، د ميدان وردګو په چک او د غزني په مقر اولسواليو کې لس وسله وال وژل شوي او ١٢ ټپيان دي.

XS
SM
MD
LG