لاس رسیدونکی لینک

ترکي کې دپوځي کودتا هڅه ناکام ، ۴۰ کسان مړه


د ترکي خلک د اولسمشر په غوښتنه سړکونو ته راووتل

د ترکي خلک د اولسمشر په غوښتنه سړکونو ته راووتل

په ترکي کې دیوې پوځي ډلې لخوا د حکومت د تختې نسکورولو هڅه داولس له لوري شنډه کړی شوې ده خو په دغه هڅه کې لږترلږه ۴۲ کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

راپورونه وایي د ترکي اولس د پوځي ټانکونو مخې ته څملاستو، ګولو ته یې ځان ونیولو خو یاغي پوځیان یې په وسلې غورځولو مجبوره کړو.

د جمعې په ورځ د ترکي پوځ یوې ډلې په اقتدار د قبضې کولو هڅه کړې وه .

دغه یاغي ډلې په سرکاري ټي وي اعلان کړی ؤ چې د حکومت تخته یې نسکوره کړې.

په ترکي کې ددغه پوځي کودتا په وخت د انقرې اؤ استنبول په ګډون ټولې هوایي اډې تړل شوې وي .

خو د ترکي د صدر طیب اردګان له لوري اولس نه غوښتنه وشوه چې ددغه پوځي کودتا د مقابلې دپاره باید سړکونو ته را اوځي چې په دغه غوښتنه بیا د هیواد بیلابیلو برخو کې خلک سړکونو ته را ووتل اؤ د پوځ د پرمختګ مخه یې ونیوله.

د ترکي سرکاري خبري ادارې انادولو مطابق یاغي پوځیانو په اولس د هیلي کاپټرو اؤ جنګي جهازونو څخه ډزې کړي چې په کې ۴۲ کسان مړه شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

سرکاري خبري اداره وايي چې په دغو وژل شوؤ کسانو کې ۱۷ پولیس عسکر هم شامل دي.

د ترکي صدر رجب طیب اردګان د پوځي کودتا د هڅې نه وروستو وطن ته رسیدلی اؤ په استنبول هوايي اډه یې مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال وئیلي دي چې اوس وضعیت په بشپړ ډول کنټرول اؤ د حکومت په واک کې دی.

هغه ویلي چا چې د حکومت د تختې نسکورولو هڅه کړې اؤ په حکومت یې ګولۍ ورولي دي هغوئ‌ ته به ددې دروند قیمت ادا کول وي

د ترکي صدر ددغه بغاوت تور په عالم فتح الله ګولن لګولی دی .

بل لوري ته نړیوالې رورولۍ د ترکي حکومت سره د یووالي څرګندونه کړې اؤ د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو مشرانو د ترکي چارواکو سره ټیلي فوني تماسونه نیولي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي سکتر بان کي مون پخپل یو بیان کې ویلي چې ملل متحد د نړۍ یوه برخه کې هم د پوځي کودتا ملاتړ نه کوي.

XS
SM
MD
LG