لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دداعش ان لا ين پيغامونو کې کمى راغلى،رچرډ سټينګل


 دعملي خلافت دمخنيوي په موضوع دکانګريس ديوې اوريدنې په مهال دامريکا داولسي ډيپلوماسۍ اؤ اولسي چارو انډرسيکرټري رچرډ اے سټينګل وويل درينډ ديوې اوسنۍ مطالعې ترمخه دتندروه ډلې داعش په ضد ان لا ئن مواد دهغوي په پلوۍ موادو څخه زيات دي
دعملي خلافت دمخنيوي په موضوع دکانګريس ديوې اوريدنې په مهال دامريکا داولسي ډيپلوماسۍ اؤ اولسي چارو انډرسيکرټري رچرډ اے سټينګل وويل درينډ ديوې اوسنۍ مطالعې ترمخه دتندروه ډلې داعش په ضد ان لا ئن مواد دهغوي په پلوۍ موادو څخه زيات دي

دترهه ګرۍدمخنيوي په اړه دامريکا لوړپوړي سفارت کار ويلي چې دتندروه ډلې داعش په ان لا ئن پيغامونو کې کمى راغلى خو ددغه ډلې پيغام اوس ياغي، غصه او په ذهني توګه غيرمستحکمه مسلمانان اوري.

هغه دبيلګې په توګه وويل يوټيوب او فيسکبک په جارحانه توګه تندروه مواد لرې کوي، دسټينګل ترمخه که چرې دغسې هڅې بريالۍ کيږي او دداعش دسائبر پليټفارمونه راکميږي نو بيا هم ترهه ګر تر غصه سامعينو پورې رسيږي.

هغه وويل دا بيان سم نه دى چې ګنې مونږ دداعش په ضد داطلاعاتو جګړه بايلو.

په داسې حال کې چې داعش په عراق او شام کې سيمې بايلي دغه ډله اوس زياته انټرنيټ ته مخه کوي ترڅو خپل پلويان مينځني ختيز ته دسفر کولو پځايې پخپلو کورونو کې دلويديز په ضد دبريدونو پلان کولو ته وهڅوي.

ولسمشر براک اوباما دکال ٢٠١٧م په بجټ کې دداعش ددغو پيغامونو دمخنيوي لپاره د21.5 ملينو ډالرو خواست کړى، دداعش ددغسې پيغامونو اکثره په ذهني توګه ناروغه مسلمانان ښکار کيږي.

دعملي خلافت دمخنيوي په موضوع دکانګريس ديوې اوريدنې په مهال دامريکا داولسي ډيپلوماسۍ اؤ اولسي چارو انډرسيکرټري رچرډ اے سټينګل وويل درينډ ديوې اوسنۍ مطالعې ترمخه دتندروه ډلې داعش په ضد ان لا ئن مواد دهغوي په پلوۍ موادو څخه زيات دي، دخارجه محکمې دګلوبل انګيجمنټ مرکز( جي اي سي) تجزيه په ډاګه کوي چې دکال ٢٠١٤م دجون دمياشتې راهسې دداعش پلوه پيغامونو کې ٤٥ فيصده کمى راغلى دى.

دخارجه محکمې چارواکي وويل زمونږ دهڅو دپام مرکز دباوري غږونو سيوا کول دي او نوى طريقه دشراکت دارانو چليدونکي پيغام ته پام اړول دي، دداعش فعاله خواخوږو ته دنيغ په نيغه پيغام ورکولو پځايې زمونږ دکار زياته توجو دنړيوال نيټ ورک دشراکت دارانو ملاتړ کول او دهغوي واکمن کول دي، دغيرسرکاري ادارو څخه واخله دخارجه حکومتونو او مذهبي مشرانو پورې، څوک چې دزياتو باوري پيغام رسوونکو په توګه دسامعينو دپه نخښه کولو کردار ادا کولى شي.

هغه پوښتنه وکړه چې په دې کار کې دبرياليتوب مطلب څه دے؟ ددې ځواب لږ واضحه نه دى، په اوږدمهاله توګه مونږ به غواړو چې داسې ميډيا لينډسکيپ ووينو کوم چې ته دامريکايي حکومت دپيغامونو اړتيا بيخي نه وي ځکه چې غيرسرکاري تنظيمونه، مقامي حکومتونه ، شراکت دار او باوري غږونه په موثره توګه دداعش دکرکې او نفرت پيغام اوريدو ته نه پريږدي، په لنډ مهاله توګه مونږ دبرياليتوب کلکې نخښې لټوؤ کوم چې مونږ وينو لکه دبهرنو ترهه ګرو په راتګ کې کمى او دهغوي دميډيا او ټولنيزې ميډيا دهلو ځلو کمى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG