لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې ټولې ترهه ګريزې ډلې په نخښه کړي،امريکا


مارک ټونر وويل پاکستان ته دترهه ګرۍ له امله زيان زيان رسيدلى او په ځانګړې توګه يې دځان لپاره دخطره ګڼل کيدونکو ترهه ګريزو ډلو دخاتمې لپاره زيات ګامونه اخستي.
مارک ټونر وويل پاکستان ته دترهه ګرۍ له امله زيان زيان رسيدلى او په ځانګړې توګه يې دځان لپاره دخطره ګڼل کيدونکو ترهه ګريزو ډلو دخاتمې لپاره زيات ګامونه اخستي.

امريکا دترهه ګرۍ په ضد دپاکستان دهلو ځلو ستاينه کړې او يوځل بيا يې غوښتنه کړې چې پاکستان دې دخپلو ګاونډيانو دپه نخښه کوونکو ترهه ګرو په ګډون ټولې ترهه ګريزې ډلې په هدف کړي.

دغه څرګندونې دامريکا دخارجه محکمې مرستيال وياند مارک ټونر دشورو په ورځ واشنګټن کې دمطبوعاتي بريفنګ په مهال ددې په پوښتنې په ځواب کې کړي چې پاکستان اوس هم په شکمنه توګه دښو او بدو ترهه ګرو ترمينځ فرق کوي او په دې تناظر کې دکانګريس يوې کميټۍ دپاکستان دامداد دبندولو غوښتنه کړې وه.

مارک ټونر وويل پاکستان ته دترهه ګرۍ له امله زيان زيان رسيدلى او په ځانګړې توګه يې دځان لپاره دخطره ګڼل کيدونکو ترهه ګريزو ډلو دخاتمې لپاره زيات ګامونه اخستي.

هغه وويل پاکستان دترهه ګرو دمحفوظو ځالو خاتمه کې برياليتوب ترلاسه کړى او دا ډيره مهمه ده خو ددې ترڅنګ مارک ټونر دا هم وويل چې امريکا دټولو ترهه ګريزو ډلو دپه نخښه کولو په اړه خپل نظر په پاکستان واضحه کړى.

تيره اوونۍ افغان ولسمشر اشرف غني يو بيان کې ويلي وو پاکستان دښو او بدو ترهه ګرو ترمينځ فرق کوي او دافغانستان لپاره خطره ګڼل کيدونکي تندلاري نه په نخښه کوي.

خو اسلام اباد دغه تاثر رد کړى و او ويلي يې وؤ چې پاکستان افغانستان کې امن او ثبات لپاره سنجيده دى.

دپاکستان دسياسي مشرتابه ترڅنګ دپوځ مشر جنرال راحيل شريف هم ويلي پوځونه يې پرته له امتياز څخه ټولې ترهه ګريزې ډلې په نخښه کوي او دپاکستان دخاورې دکوم بل هيواد په ضد دکارول کيدو اجازه به نه ورکوي.

روانه مياشت کې دامريکايي سينيټ دارمډ سروسز کميټۍ مشر جان مکين په مشرۍ کې يو پلاوي دپاکستان دوره کړې وه او دشمالي وزيرستان دمرکزي سيمې ميرانشاه سفر يې کړى و.

په دې اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې دخارجه محکمې مرستيال وياند مارک ټونر وويل په دې اړه به خبره خو نه کوي خو امريکا دترهه ګرۍ دمخنيوي لړ کې پاکستان داخستل کيدونکو ګامونو دضرورت په اړه دخپلو تحفظاتو څخه خبروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG