لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت وايي طالبانو سره دسولې دخبرو دبحالولو پلان نه لري


دافغان ولسمشر وياند دغه څرګندونې وروستو له هغې کړي چې سږکال دافغان طالبانو دمذاکراتو ميز ته دراوستو لپاره دڅلور ملکي رابطه ډلې دهلو ځلو کومه ګټوره نتيجه مخې ته رانغله.
دافغان ولسمشر وياند دغه څرګندونې وروستو له هغې کړي چې سږکال دافغان طالبانو دمذاکراتو ميز ته دراوستو لپاره دڅلور ملکي رابطه ډلې دهلو ځلو کومه ګټوره نتيجه مخې ته رانغله.

دافغانستان دولسمشر اشرف غني وياند دزيارت په ورځ ويلي کابل دمذاکراتو ميز ته دافغان طالبانو دراوستو په اړه دسولې دعمل دبحالولو هيڅ پلان نه لري.

دافغان ولسمشر وياند دغه څرګندونې وروستو له هغې کړي چې سږکال دافغان طالبانو دمذاکراتو ميز ته دراوستو لپاره دڅلور ملکي رابطه ډلې دهلو ځلو کومه ګټوره نتيجه مخې ته رانغله.

دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ترمخه دافغان ولسمشر اشرف غني وياند هارون ويلي څلور ملکي ډله چې په افغانستان، پاکستان، چين او امريکا مشتمله ده، په نزدې راتلونکي کې دليدو هيڅ پلان نه لري.

دغه ډلې دجنورۍ دمياشتې راهسې په کابل او پاکستان کې پينځه ځله ليدلي و خو دغو ليدنو کې طالبان شامل نه وؤ او هغوي افغان حکومت سره له خبرو اترو انکار کړى.

دافغان ولسمشر وياند ايسوسي ايټد پريس ته ويلي دډلې دراتلونکې غونډې لپاره کوم دقيق وخت نه دى ټاکل شوى.

هغه وويل افغانستان ته اوس هم دهاغو ترهه ګريزو ډلو له لوري زيان رسيږي کومې چې په پاکستان کې خوندي ځاله لري او ددغه ځايې څخه فعاليت کوي.

پاکستاني چارواکي دريځ لري چې افغانستان کې امن دپاکستان په ګټه دى او دسولې عمل کې هررقم اسانتيا ورکولو ته چمتو دي خو کابل بيا وايي پاکستان دې دافغان طالبانو دمذاکراتو ميز ته دراوستو پځايې دحقاني نيټ ورک په ګډون دټولو هاغو ترهه ګريزو ډلو په ضد ګامونه واخلي چې دافغانستان لپاره خطره ده.

يو لوړپوړي پاکستاني چارواکي هم دنوم نه څرګندولو په شرط ايسوسي ايټډ پريس ته ويلي ممکن ده چې دکابل او طالبانو ترمينځ دسولې خبرې زر پيل نه شي او زياته يې کړه طالبان او افغان حکومت دواړه دخبرو بحالۍ کې خوښي نه لري.

اشرف غني په کال ٢٠١٤م کې دافغانستان دولسمشر په توګه لوړه کړې وه، دخبرو اترو له لارې يې افغانستان کې دامنيت دټينګښت ژمنه کړې وه او دې لړ کې يې دپاکستان دمرستې ترلاسه کولو هخې هم کړې وې.

خو کابل کې ديو شمير خونړو ځانمرګي بريدونو څخه وروستو پاکستان سره خبرې اودرولې او غوښتنه يې وکړه چې اسلام اباد دې دطالبانو او په ځانګړې توګه دحقاني نيټ ورک ملاتړ اودروي.

روانه مياشت کې دنيټو دغونډې په مهال اشرف غني ويلي وو څلور ملکي ډله کې دډاګيز ژمنو باوجود پاکستان په عملي توګه دښو او بدو ترهه ګرو ترمينځ فرق کوي.

دپاکستان خارجه دفتر داشرف غني په دغه بيان دمايوسۍ څرګندونه کړې وه او دخارجه دفتر وياند نفيس زکريا يو بيان کې ويلي يې وو دا بدبختي ده چې افغان مشرانو دپاکستان مخالفه بيانونه ورکول دوامداره ساتلي او افغانستان کې دټولو ناکامو تور په پاکستان لګوي ، هغه دا هم ويلي وو چې پاکستان به افغانستان کې دامنيت دټينګښت لپاره ټولې هلې ځلې دوامداره ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG