لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته دې ټول امریکايي فوجي امداد بند کړی شي، زلمی خلیل زاد


زلمی خلیل زاد
زلمی خلیل زاد

د امریکا کانگرس د یو اورونې په وخت د کانگرس یو شمیر غړو، پخواني ډپلوماټانو او څیړنکارانو د پاکستان ترهگرۍ پرضد دوه مخه پالیسو، امریکا سره د همکارۍ وعدې نه پوره کولو او د ترهگر تنظیمونو سره اړیکو په سر په پاکستان سختې نیوکې کړې دي.

د اورنې موضوع وه چې پاکستان د امریکا دوست او که دښمن دی؟ د کانگرس د خارجه چارو یوې ضمني کمیټۍ دې اورونې لپاره رابلل شوي د امریکا پخواني ډپلوماټ زلمي خلیل زاد خپله وینا کې کانگرس ته دا تجویز وړاندې کړو چې پاکستان ترڅو پورې خپله رویه نه وي بدله کړي نو واشنگټن له پکار دي چې ټول فوجي امداد پرې بند کړي. زلمي خلیل زاد وویل پاکستان د جنگیالو ډلو په لار په افغانستان کې د خپل خوښې حکومت جوړولو هسو کې بوخت دی.

دې اورونې ته یوې بلې پخوانۍ ډپلوماټې او موجوده امریکن یونیورسټۍ پروفیسرې ټریشا بیکن وویل چې د پاکستان سټراټیجیکي اهدافو له وجي رویه ډیره پیچیده ده او د امریکا لپاره دا همیشه یو چیلینج پاتې شوی چې د پاکستان سیمه زیانې اهدافو مخه ونیسي.

هم دې اورونې ته په خپلو خبرو کې د فاونډینش فار ډیفینس اف ډیماکریسي ادارې یو څیړنکار بل روگیو وویل چې امریکا له په پاکستان فشار اچول دي چې ډاکټر شکیل افریدي د جیل نه خوشی کړي. دې څیړنکار زیاته کړه چې ترڅو پاکستان ته د امریکا لخوا امداد ورکول کیږي نو امکان ډیر کم دی چې پاکستان د امریکا مطالبې ومني او هم دغه وجه ده چې امداد دې بند کړی شي.

پاکستان درېځ دی چې په افغانستان کې امن لپاره خپل رول لوبول غواړي او د ترهگرۍ پرضد جگړه کې ډیرې قربانۍ ورکړې دي او نړۍ دې ددې قدر وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG