لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني وايي پاکستان دې دترهه ګرو په ضد فيصله ييز ګامونه واخلي


 دافغان خبري ادارې پژواک ترمخه کابل کې دامريکا ددفاع وزير ايش کارټر سره ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال اشرف غني وويل” ترهه ګر دافغانستان دښمنان دي او دجګړې په ميدان بريالي کيدى نه شي“
دافغان خبري ادارې پژواک ترمخه کابل کې دامريکا ددفاع وزير ايش کارټر سره ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال اشرف غني وويل” ترهه ګر دافغانستان دښمنان دي او دجګړې په ميدان بريالي کيدى نه شي“

افغان ولسمشر اشرف غني ويلي دي دترهه ګرۍ له امله پاکستان، افغانستان او نړۍ ته ګواښ پيښ دى او پخپل ګاونډي هيواد پاکستان يې ټينګار کړى چې په دغه اړه دې ډاګيز دريځ خپل کړي.

دپاکستان بلوچستان ايالت کې دافغان طالبانو دمشر ملا اختر منصور دوژل کيدو وروستو دافغان حکومت لخوا په پاکستان ټينګار کيږي چې خپله خاوره دې دافغانستان په ضد کارول کيدو ته نه پريږدي، دښو او بدو طالبانو ترمينځ دې دفرق کولو تګلاره پريږدي او پخپله خاوره دې دحقاني نيټ ورک په ګډون دافغانستان دمخالفو ټولو ترهه ګريزو ډلو په ضد پوځي عمليات وکړي.

خو پاکستان بيا ترهه ګرو ته دپناه ورکولو په اړه دافغان مشرانو دعوې ردوي او دريځ لري چې افغانستان کې دامن ملاتړ کوي او پخپله قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې دترسره شوو پوځي عملياتو ضرب عضب په مهال يې ټول ترهه ګر پرته له کوم امتياز څخه په نخښه کړيدي.

دپاکستان او افغانستان ترمينځ دتيرې څه مودې راهسې اړيکو کې تاؤتريخوالى راغلى او تيرو اوونو کې دتورخم په پوله ددواړو هيوادونو دامنيتي ځواکونو ترمينځ دخونړو نښتو وروستو دغه اړيکې نورې هم تاؤژنې شويدي.

دافغان خبري ادارې پژواک ترمخه کابل کې دامريکا ددفاع وزير ايش کارټر سره ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال اشرف غني وويل ترهه ګر دافغانستان دښمنان دي او دجګړې په ميدان بريالي کيدى نه شي

اشرف غني په ياده کړه چې تيرکال اسلام اباد ته دسفر په مهال هغه په ډاګه ويلي وو چې پاکستان اسلام اباد سره دغيراعلانيه جنګ په حالت کې دى.

اشرف غني دعوه کړې چې پاکستان ورسره په ليکلې توګه ژمنه کړې چې وه دسولې دمخالفينو په ضد به پوځي عمليات کوي، دهغه وينا وه پاکستان ته به دا پريکړه کول وي چې دښو اوبدو ترهه ګرو ترمينځ امتياز نشته.

همدغه شان دامريکا ددفاع وزير ايش کارټر وويل دترهه ګرۍ په ضد جګړې ګټلو او داوږدمهاله سولې او خوشحالۍ دمقصد ترلاسه کولو به مونږ افغانانو سره پاتې يو

هغه وويل دافغان حکومت لخوا داقتصاد او بډو رشوتونو په ضد اصلاحات کې پرمختګ ددوامداره نړيوال ملاتړ لپاره ضروري دي.

افغان ولسمشر اشرف غني وويل حکومت يې دبډو رشوتونو دختمولو او معاشي اصلاحاتو لپاره کار کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG