لاس رسیدونکی لینک

سوات، بمي چاؤدنه کې پينځه پوليس ژوبل


 چارواکي وايي وسله والو دبحرين دپوليسو يو ګاډى په مانکيال سيمه کې دسړک په غاړه دښخ کړل شوي بم له لارې په نخښه کړى دى.

چارواکي وايي وسله والو دبحرين دپوليسو يو ګاډى په مانکيال سيمه کې دسړک په غاړه دښخ کړل شوي بم له لارې په نخښه کړى دى.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې دنهې په ورځ ترسره شوې يوه بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه پينځه پوليس عسکر ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي وسله والو دبحرين دپوليسو يو ګاډى په مانکيال سيمه کې دسړک په غاړه دښخ کړل شوي بم له لارې په نخښه کړى دى.

دريموټ کنټرول له لارې ترسره شوې دغه بمي چاؤدنه کې پينځه ژوبل شوي پوليس دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوي او ددې ترڅنګ دپوليسو ګاډي ته هم زيان رسيدلى دى.

ژوبل شوؤ پوليسو کې اشفاق، احسان، جمال دين او ولي الله شامل دي.

دچاؤدنې څخه وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې پوليس عسکر رسيدلي او ټوله سيمه يې پخپله ولکه کې اخستې ده.

سوات کې دامنيتي وضعې دښه کيدو څخه وروستو دوړوکي اختر په موقع په زرګونو سيلګرو دسوات دسيلګرۍ سيمو ته ورغلي او سيلګرو ته دتحفظ ورکولو لپاره په ګڼ شمير کې پوليس او دپاکستان پوځ ځايې پځايې کړل شوى و.

دتيرې څه مودې راهسې دخيبرپښتونخوا په سوات ، بونير او خواوشا سيمو کې په پوليسو او دطالبانو دمخالفو امن لښکرو په غړو ترهه ګريزو بريدونو کې اضافه راغلې ده.

XS
SM
MD
LG