د پاکستان قبايلي سيمې کُرمې ايجنسۍ د پاکستان پيپلزپارټۍ مشر حسېن حامدطوري نامعلومو وسله والو په ډزو وژلی دی .
د قبايلي سيمې کُرمې ايجنسۍ مرستيال پوليټيکل ايجنټ شاهدعلي ډيوه ريډيو سره خبرو کې پخلی کړی چې حامدطوري تېره شپه د پاړه چنار په بازار کې خپل فلېټ کې نامالومو وسله والو په ډزو وژلی دی .
پوليټيکل چارواکو ويلي د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي او د علت مالومولو هڅه يې کولی شي .
د حامدطوري کورنۍ هم د هغه د وژنې پخلی کړی او ويلي يې دي هغه تېره شپه د کوره بهر ؤ او سهار ورته مالومه شوې چې د شپې په وخت چا هدف کړی دی .
د طوري د کورنۍ سرچينو ويلي د چا سره يې شخصي دښمني نه وه .
تر دې دمه د پېښې زمه واري چا نه ده قبوله کړې .
د ګل په ورځ قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکی يو قبايلي مشر عطامحمد عرف تهمت خان په بنو سيمه کې په ډزو وژل شوی ؤ . قبايلي مشر د تېرو دوه کالو راهسې په بنو کې د کورنۍ سره د کډوالۍ ژوند کولو .
د تېرې يوې مودې راهسې په قبايلي سيمواو خېبرپښتونخوا صوبې په بيلابيلو سيمو کې هدفي وژنو کې سېوا والی راغلی دی او دغه ډول وژنې پکې کيږي .