لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کارټر وايي امريکايي ځواکونه په طالبانو په اسانۍ سره وار کولى شي


 دميډيا راپورونه وايي ايش کارټر دافغانستان پروان ولايت کې دبګرام پوځي اډې ته رسيدلى دى.
دميډيا راپورونه وايي ايش کارټر دافغانستان پروان ولايت کې دبګرام پوځي اډې ته رسيدلى دى.

دامريکې ددفاع وزير ايش کارټر ويلي تيره مياشت دامريکا دولسمشر براک اوباما لخوا دمنظورو شوو نوؤ اختياراتولاندې به افغانستان کې لوړپوړى امريکايي کمانډر په طالبانو په زياتې ازادۍ سره وار کولى شي.

دافغانستان يوه ورځنۍ ناڅاپي دوره تللي ايش کارټر ويلي جنرال جان نکولسن ته ورکړل شوي اختيارات به دلته دموجودو ځواکونو دګټور او موثره کارولو اجازه ورکوي

جنرال نکولسن پخپله ويلي نوي پراخه اختيارات تقريباً دروزانه په اساس دافغان ځواکونو په مرسته کارول کيږي.

دخبري ادارې رويټرز ترمخه يو امريکايي عسکري چارواکي ويلي دجون په مياشت کې دسپينې ماڼۍ له لوري دمنظورۍ ورکولو څخه وروستو نوي اختيارات په لسګونو ځله کارول شوي.

دجنرال نکولسن ترمخه ٢١٥٠ امريکايي عسکر به افغانستان کې دترهه ګرۍ په ضد عملياتو ته پام ګرځوي،٣٠٠٠ پوځيان به افغان ځواکونو ته مشوره ورکوي،٣٣٠٠ به دملاتړ په توګه کار کوي.

له دې وړاندې جنرال نکولسن ته دورکړل شوو اختياراتو لاندې به دهغه ځواکونو يواځې په هاغه صورت کې دطالبانو په ضد مداخلت کولى شو چې افغان ځواکونو به ورته دبيړنۍ مرستې خواست وکړو.

دبګرام په هوايي اډه کې امريکايي پوځيانو سره دخبرو په وخت کارټر وويل له دوړاندې به هغه(امريکايي کمانډر) دداسې صورتحال انتظار کولو چې پکې به افغان ځواکونو ته په حقيقت کې زمونږ دمددګارې مرستې اړتيا وه خو اوس هغه( په صورتحال) دغور کولو جوګه دى

دامريکې ددفاع وزير ايش کارټر افغان ولسمشر اشرف غني، چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله او لوړپوړو امريکايي عسکري مشرانو سره ليدنه کړې ده.

ايش کارټر درې ورځې وروستو له هغې افغانستان ته رسيدلى چې درې ورځې وړاندې نړيوال مشران دغه جګړه ځپلي هيواد لپاره د١٢ؤ زرو نيټو عسکرو او ٢٠٢٠م کال پورې دافغان ځواکونو په مالي مرسته متفق شول.

دميډيا راپورونه وايي ايش کارټر دافغانستان پروان ولايت کې دبګرام پوځي اډې ته رسيدلى دى.

افغانستان له راتګ څخه وړاندې ايش کارټر دعراق سفر کړى او دغلته يې د٥٦٠ؤ امريکايي پوځيانو دليږلو اعلان کړى

تيره اوونۍ دامريکا ولسمشر براک اوباما اعلان کړى و چې هغه به افغانستان کې دکال ٢٠١٧م دجنورۍ دمياشتې پورې ٨٤٠٠ امريکايي عسکر ساتي.

دخالي په ورځ دنيټو کمانډر جنرال کرټس سکيپيروټي پخلى کړى و چې شپږ زره اؤ اووه سوه عسکر به افغان عسکرو او پوليسو د دمشورې، مرستې او تربيې ورکولو لپاره خدمات ترسره کوي. دافغانستان ولسمشر اشرف غني د٢٠١٦م څخه وروستو داضافي امريکايي پوځيانو افغانستان کې دګمارلو دپريکړې هرکلى کړى و او پاکستان ويلي افغانستان څخه دبين المللي ځواکونو په ذمه وارانه توګه دوتلو ملاتړ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG