لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا به عراق ته نور ۶۵۰ عسکر وليږي، اېش کارټر


د امريکې د دفاع وزير اېش کارټر دغه اعلان د ګل په ورځ د بغداد د سفر په وخت کړی دی .
د امريکې د دفاع وزير اېش کارټر دغه اعلان د ګل په ورځ د بغداد د سفر په وخت کړی دی .

د عراق دوېم غټ ښار موصل د داعش د تُندلارو نه د خلاصولو دپاره به امريکا عراق ته نور ۶۵۰ عسکر وليږي . له دې څو ورځې وړاندې د عراق پوځ د ښار سره نزدې يوه هوايي اډه خالي کړې وه .

د امريکې د دفاع وزير اېش کارټر دغه اعلان د ګل په ورځ د بغداد د سفر په وخت کړی دی .

هغه ويلي دا اضافي عسکر په وروستيو کې د بيرته اخستل شوي " قياره ائيرفيلډ ويسټ" ته د ودې دپاره ورکولی شي کوم چې د موصل په جنوب کې په ۶۰ کلوميټر لرې پروت دی او دا به د اتحاد دپاره انتظامي او هوايي مرکز وګرځي .

کارټر دغه خبره عراق ته د داخلېدو نه وړاندې خبريالانو سره کړې ده ، د هغه په وينا " د دې هوايې اډې د قبضې نه وروستو د موصل سره نزدې علاقه کې مونږ ته لاجسټک او فضايي مرکز په لاس راغلی دی " .

عراق کې د اتحادي ځواکونو کمانډر جنرال شان مېک فارلېنډ د ګل په ورځ بغداد کې خبريالانو ته ويلي چې په دوې کې به " زياتره" عسکر په قياره ويسټ کې په ځاې کولی شي ، او نور عسکر به د نورو ځايونو نه ايئر فيلډ پله رسايي کوي .

اېش کارټر ويلي دا عسکر به " په ورځو او اونو" کې ورسي .

مېک فارلېنډ ويلي " هغه د وړاندې نه چمتو کړی شوی دی " .

يو لوړ پوړي دفاعي چارواکي ويلي د عراقي ځواکونو لخوا د ايئرفيلډ د ازادولو وروستو تُندلارو ته د ماتې ورکولو د اتحاد تګ لاره د پروګرام ترمخه پرمختګ کوي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG