د افغانستان صدر اشرف غني ويلي ، "د پاکستان نه علاوه افغانستان کې امن او ثبات ته د ودې ورکولو دپاره د سيمي نور ټولو ملکونه مرسته کوي" .
د پاکستان خارجه دفتر دغه بيان ته "د خفګانه ډک" ويلي او رد کړی يې دی .
افغان صدر د خالي په ورځ وارسا کې د نېټو سرمشريزي غونډې په دوېمه او اخرنۍ ورځ د پاکستان په اړه بيان ورکړی دی .
اشرف غني ويلي "د څلورو هېوادونو د امن عمل کې د باور ورکولو باوجود د پاکستان لخوا د ښو او بدو ترهګرو تميز اوس هم کولی شي او دا خطرناکه خبره ده ".
د افغان سولې دپاره افغانستان، پاکستان، چين او امريکا په ګډه کار کوي د سولې دخبرو حل لاره لټوي .
اشرف غني ويلي " د پاکستان پوځ د ملک دښمنه پاکستاني طالبانو او هغوې سره اړونده ډلو په ضد عمليات خو کوي ولې د افغان طالبانو په ضد ګام نه اخلي " کوم چې په مبينه توګه په پاکستان کې موجود دي .
د پاکستان د خارجه وزارت وياند نفيس زکريا د افغان صدر تورونه رد کړي دي .
هغه ويلي " د نيټو په سرمشريزه غونډه کې د افغان صدر اشرف غني په بيان پاکستان ته خفګان رسېدلی ،پاکستان او افغانستان نزدې اړيکو ته اړتيا لري او افغان حکومت تل د انګېرلو په اساس په پاکستان تورونه لګولي دي " .
هغه ويلي " په پوله د موثره نظام د لارې او د پاکستان د ښمنه تحريک طالبان پاکستان ته پټ ځايونه نه ورکول، او د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې د افغان حکومت نه د مرستې توقع ساتو".
پاکستان چارواکي تور لګوي چې د پوځي عملياتو په پايله کې د تحريک طالبان پاکستان تُندلاري د پولې پورې غاړې افغانستان لوري ته اوړي هلته ورته پټنځايونه مېلاويږي او د هلته نه پاکستان کې ترهګر بريدونه کوي .
دغه ډول افغانستان هم تل په پاکستان دغه تورونه لګوي چې په خپله خاوره هغو وسله والو جنګيالو ته ځايونه ورکوي چې کوم چې د پولې پورې غاړې افغانستان ته اوړي او هلته ترهګري کوي بدامني جوړوي .
دواړوه ملکونه په يو بل لګېدلي تورونه ردوي او د تورونو له امله د دواړو ملکونو اړيکې هم ترينګلې وي او په وروستيو کې پکې يوځل بيا کړکېچ رامنځته شوی دی .