لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دايدهي په مرګ پاکستان کې ماتم،بيرغ نيم کښو


 دايدهي دمړينې په خبر نه يواځې دا چې پاکستان بلکې ټوله نړۍ کې داوسيدونکو پاکستانيانو لخوا دافسوس څرګندونه کيږي او دټولنيزې ميډيا له لارې هم خلکو هغه ته دعقيدت پيرزوينې وړاندې کړي دي.
دايدهي دمړينې په خبر نه يواځې دا چې پاکستان بلکې ټوله نړۍ کې داوسيدونکو پاکستانيانو لخوا دافسوس څرګندونه کيږي او دټولنيزې ميډيا له لارې هم خلکو هغه ته دعقيدت پيرزوينې وړاندې کړي دي.

دخيرښيګړې دخيراتي ادارې ايدهي فاؤنډيشن دمشر عبدالستار ايدهي په مړينه دخالي په ورځ پاکستان کې ديوې ورځې ماتم نمانځلى شي او په ټولو سرکاري او شخصي ودانو دپاکستان بيرغ نيم کښو دى.

٨٨ کلن عبدالستار ايدهي تيره شپه کراچۍ کې پحق رسيدلى و.

دايدهي دمړينې په خبر نه يواځې دا چې پاکستان بلکې ټوله نړۍ کې داوسيدونکو پاکستانيانو لخوا دافسوس څرګندونه کيږي او دټولنيزې ميډيا له لارې هم خلکو هغه ته دعقيدت پيرزوينې وړاندې کړي دي.

دپاکستان وزيراعظم نوازشريف او ولسمشر ممنون حسين هم دعبدالستار ايدهي په مړينه غمرازي کړې.

دپاکستان ولسمشر ممنون حسين يو پيغام کې ويلي انسانيت لپاره دعبدالستار ايدهي خدمتونه به تل ياد ساتلى شي.

وزيراعظم نوازشريف دغمرازۍ پخپل پيغام کې دعبدالستتار ايدهي مړينه دپاکستاني ولس لپاره نه راسرکيدونکى زيان ګرځولى او ويلي يې دي هغه به حقيقي معنو کې دغريبانانو او بې وسه خلکو سره مينه کوله.

دهغه وينا ده ايدهي دخپلې وروستۍ ساه پورې دانسانيت خدمت کړى او دهغه مړينه يواځې دپاکستان زيان نه دى بلکې يوه داسې سانحه ده چې تکليف يې په نړيواله توګه محسوس شوى.

وزيرااعظم ايدهي دقومي اعزاز سره خاورو ته دسپارلو او دمرګ څخه وروستو هغه ته دنشان امتياز ورکولو اعلان هم کړى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG