لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انسانيت مبارز عبدالستار ايدهي په حق ورسېدو


 د انسانيت مبارز عبدالستار ايدهي د هند په ګجرات سيمه کې زېږېدلی او د پاکستان جوړېدو په کال کراچۍ ته راغلی او د راتګ نه دوه کاله پس يې د يوې کوټې نه د خيراتي ادارې پېل کړی ؤ.
 د انسانيت مبارز عبدالستار ايدهي د هند په ګجرات سيمه کې زېږېدلی او د پاکستان جوړېدو په کال کراچۍ ته راغلی او د راتګ نه دوه کاله پس يې د يوې کوټې نه د خيراتي ادارې پېل کړی ؤ.

د خېر ښېګړې خيراتي اداري ايدهي فاؤنډېشن مشر عبدالستار ايدهي د اته اتيا کالو په عمر کې په حق ورسېدو هغه د پښتورګو د ناروغۍ سره مخ ؤ او څو ورځې وړاندې روغتون ته منتقل کړی شوی ؤ .

د عبدالستار ايدهي زوي فېصل ايدهي پخلی وکړو چې عبدالستار ايدهي په حق ورسېدو . ايدهي څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې د پښتورګو د علاج ځانګړي روغتون (سندهـ انسټيټيوټ اف يورالوجي اېنډ ټرانسپلانټ ، اېس ائي يو ټي) ته منتقل کړی شوی ؤ او هغه ته په ساه اخستو کې ستونزه ورپېښه وه .

د اېس ائي يو ټي چارواکو وئيلي ؤ چې د هغه د عمر د زياتوالي په وجه هغه ته پښتورګي نه شو بدلول کېدی ځکه د هغه درملنه روانه وه . نن د جمعې په ورځ هغه په ونټي لېټر اچول شوی ؤ او د شپږو ساعتو پورې په وينټرلېټر د ساتلو وروستو هغه ساه ورکړه .

فيصل ايدهي وويل د عبدالستار ايدهي جنازه به سبا د خالي په ورځ د ماسپښين نه پس ادا کولی شي .

د سندهـ صوبې حکومت د عبدالستار ايدهي په مړينه د درې ورځو د ماتم اعلان وکړو .

دایدهي پیژندګلو اوخدمتونه​

د انسانيت مبارز عبدالستار ايدهي د هند په ګجرات سيمه کې زېږېدلی او د پاکستان جوړېدو په کال کراچۍ ته راغلی او د راتګ نه دوه کاله پس يې د يوې کوټې نه د خيراتي ادارې پېل کړی او دغه خيراتي اداره اوس نه يواځي په پاکستان بلکې په نړيوال کچ ياده مرستندويه خېراتي اداره شماريږي .

د ايدهي فاؤنډېشن د شمېرې ترمخه دغه اداره په ټول ملک کې ۱۸۰۰ ايمولنسې لري کومې چې د هر ډول پېښو په وخت خلک روغتونو ته رسوي او مرستې يې کوي، اداره په ټول ملک کې ۳۳۵ د خېرښېګړې خيراتي مرکزونه لري کوم چې شپه او ورځ خلاص وي . ايدهي سره يو هيلي کاپټر، دوه الوتکې او ۲۸ کشتۍ هم دي او دا هم د خلکو د مرستو دپاره کاروي .

ايدهي فاؤنډېشن په ټول ملک کې پينځلس کورونه لري په دغو کورونو کې ذهني ناروغان، يتميان هلکان جينکۍ او د کورني تشدد څخه تښتيدلي خلک اوسولی شي د ايدهي د شمېرې ترمخه په دغو کورونو کې نهه زره کسان ساتل کيږي . ايدهي د ځناورو دپاره هم خيراتي روغتون او د ساتنې ځايونه لري .

ايدهي فاؤنډېشن په کراچۍ کې غټه مرده خانه لري چرته چې د مسلمانانو ترڅنګ د غېر مسلمانانو مړي اېښودل کيږي او د هغوې د مذهبونو په مطابق ورته غسل او نور خدمات ورکولی شي . ايدهي په کراچۍ کې خپله هديره لري او تراوسه پورې يې د دوه لاکه نه زيات لاوارثه مړي ښخ کړي دي چې پکې د ادارې د شمېرو ترمخه د کال ۲۰۰۵م تر کال ۲۰۱۲م پورې د ۵۸ زرو نه زيات لاوارثه مړي ښخ کړی شوي دي .

د عبدالستار ايدهي جوړه خيراتي اداره په کراچۍ، حيدراباد، ملتان، لاهور پېښور او اسلام اباد کې ۳۰ ډسپنسرۍ، په ۲۰ ښارونو کې خيراتي لنګرونه ، ليبارټرۍ، د ماشومانو د زېږون مرکزونه او د نرسانو د روزنې سنټرې هم لري .

ايدهي په کراچۍ کې د خپلو مرکزونو مخې ته ځانګوګانې اوېزاندې کړي او دا پېغام يې ورسره ليکلی چې "وژنۍ يې مه په ځانګو کې يې واچوۍ" .

د ايدهي د شمېرې ترمخه په دغو ځانګوګانو کې تراوسه پورې پرېښودل شوي او په بيلابيلو ځايونو کې لاوارثه موندل شوي د ۲۲ زرو نه زيات ماشومان بې اولاده جوړو ته ورکړل شوي دي .

د ايدهي خيراتي ادارې يو شمېر بهر ملکونو کې هم د زلزلو او جنګ ځپلو خلکو مرستې کړي دي ، د ادارې ترمخه د کال ۱۹۷۸ نه د لسو کالو پورې د افغان کډوالو مرستې،د اتيايم په لسيزه کې د لبنان په خانه جنګۍ، بنګله دېش او ايتهوپيا د زلزلې، د ۹۰ په ليسزه کې د خليج د جګړې نه علاوه موغاديشو، صوماليه، بوسنيا، بنګله دېش او البانيه کې د خلکو مرستې کړي دي .

ايدهي فاؤنډېشن سري لنکا او انډونيشيا کې د سونامۍ، بنګله دېش کې د طوفان او هيټي کې د زلزلې په وخت هم خلکو ته خوراکونه، خېمې او دوايانې رسولي دي .

عبدالستار ايدهي به ويل "د عام خلکو نه مالي مرستې اخلي او چې پېسې ورسره خلاصې شي بيا په سړکونو خېرات راټولوي او د انسانيت خدمت پرې کوي" .

ايدهي فاؤنډېشن په امريکا، برطانيه، جاپان، متحده عرب اماراتو، کېنيډا او اسټريليا کې څانګې لري او د هلته نه هم د غريبو هېوادونود خلکو سره مرستې کوي .

عبدالستار ايدهي ته د هغه د خدماتو په سر په ملکي او نړيواله کچه يو شمېر ايوارډونه يا جائزې هم ورکړل شوې وې .

ايدهي په کال ۱۹۶۵م کې خپله خيراتي اداره کې کارکوؤنکې نرسې بلقيس ايدهي سره واده کړی او د هغې نه يې دوه زامن او دوه لوڼه يې دي . بلقيس ايدهي او يو زوی فيصل ايدهي دوې دواړه ايدهي فاؤنډېشن چلوي .

ايدهي فاؤنډېشن په ټول ملک کې په ايمبولنسو او نورو مرکزونو کې په سلګونو نارينه او ښځينه رضاکار لري .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG