لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړيواله ورورولي دې دترهه ګرۍ په ضد يو موټى شي،سرتاج عزيز

 ميډيا سره خبرو کې سرتاج عزيز وويل وارسا کې دنيټو راتلونکې غونډه دترهه ګرۍ، اړي ګړي او سيمه کې دروانو شخړو په تناظر کې کيږي او زياته يې کړه تيره اوونۍ افغانستان، بنګله ديش، عراق، سعودي عرب او ترکي کې ترهه ګريزې پيښې شوي دي.

دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو مشاور سرتاج عزيز په نړيوالې ورورولۍدترهه ګرۍ په ضد جګړه کې ديو والي په ضرورت زور راوړى او ويلي يې دي چې نړيواله ورورولي يواځې په يو والي او خپل مينځي مرستې سره دترهه ګرۍ مخه نيولى شي.

ميډيا سره خبرو کې سرتاج عزيز وويل وارسا کې دنيټو راتلونکې غونډه دترهه ګرۍ، اړي ګړي او سيمه کې دروانو شخړو په تناظر کې کيږي او زياته يې کړه تيره اوونۍ افغانستان، بنګله ديش، عراق، سعودي عرب او ترکي کې ترهه ګريزې پيښې شوي دي.

دهغه وينا وه شمالي وزيرستان کې دروانو پوځي عملياتوضرب عضب او دهيواد نورو برخو کې دترهه ګرۍ په ضد دروانو ګامونو ګټورې نتيجې مخې ته راروانې دي او دنړيوالې ورورولۍ لخوا دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې دپاکستان دبرياليتوبونو اعتراف دستاينې وړ ګام دى.

شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دجون کال ٢٠١٤م راهسې دضرب عضب په نوم عمليات روان دي چې پکې پوځ تر دې مهاله د٣٥٠٠ؤ څخه دزياتو جنګيالو دوژلو دعوه خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله يې په ازادانه توګه پخلى نۀ شي کيدى.

پوځ او حکومت دعوه لري لرله چې ددغو عملياتو څخه وروستو يې دترهه ګرو ملا ماته کړې او هيواد کې دترهه ګرۍ پيښو کې ډاګيز کمى راغلى خو په ځانګړې توګه خيبرپښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې په دمې دمې سره د دترسره کيدونکو ځانمرګي بريدونو او بمي چاودنو په تناظر کې په دغو دعوو پوښتنې راولاړې شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG