لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق : دداعش ځانمرګي بريد کې ٣٥ کسان وژل شوي


 دبريد پړه تندروه ډلې داعش په غاړه اخستې ده.
دبريد پړه تندروه ډلې داعش په غاړه اخستې ده.

دعراق تکريت ښار کې دشيعه مسلمانانو په يو مزار کې دترسره شوي ځانمرګي بريد له امله ٣٥ کسان وژل شوي او ٦٠ نور ژوبل شوي دي.

دبريد پړه تندروه ډلې داعش په غاړه اخستې ده.

دخبري ادارې ايسوسي ايټد پريس ترمخه پوليس وايي دسيد محمد بن علي الحديدي مزار کې دځانمرګي چاودنې، مارتر ګولو اؤ ډزو له امله دوژل شوو کسانو شميره ٣٧و ته رسيدلې او ٦٢ کسان ژوبل دي.

درويټرز ترمخه يو ځانمرګي دمزار په داخلي دروازه کې ځان الوځولى او بل بريد کوونکى دډزوکولو په حالت کې مزار ته ورننوتلى او داختر په موقع يې زائرين په نخښه کړي دي.

دپوليسو وينا ده امنيتي ځواکونو دوهم ځانمرګي دچاودنې کولو څخه دمخه وژلى.

په عين حال کې داعش ددغه بريد پړه په غاړه اخستې او يو بيان کې يې ويلي دي دداعش مر مقتدي السدري بريدکوونکو ته دچاودنې کولو امر کړى و.

په ډاګه دې وي چې څو ورځې دمخه دبغداد په يو مشهور تجارتي مرکز دداعش يو ځانمرګي بريد کې ٢١٣ کسان وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG