لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا : دلاريون په مهال ډزې،پينځه پوليس مړه


 دغه پوليس ديوې مظاهرې په مهال ددوؤ ماهرو نخښه ويشتونکى له لوري په ډزو ويشتل شوي دي.
دغه پوليس ديوې مظاهرې په مهال ددوؤ ماهرو نخښه ويشتونکى له لوري په ډزو ويشتل شوي دي.

دامريکا دټيکساس ايالت په ډيلاس ښار کې داحتجاجي لاريون په مهال شوو ډزو کې دوژل شوو پوليسو شميره پينځو و ته رسيدلې او شپږ عسکر ژوبل شوي دي.

دغه پوليس ديوې مظاهرې په مهال ددوؤ ماهرو نخښه ويشتونکى له لوري په ډزو ويشتل شوي دي.

دډيلاس دپوليسو مشر ډيوډ براؤن ترمخه درې شکمن کسان نيول شوي او يو ګيراج کې وسله وال تن سره نښته روانه ده.

روانه اوونۍ کې يوځل بيا دوؤ بيلا بيلو سيمو کې دتور پوستو سړو دپوليسو له لوري دوژل کيدو په ضد مظاهرې پيل شوې وې او دزيارت په ورځ ناوخته دشوې دغه رقم يوې مظاهرې په مهال پوليسو ته دمرګ ژوبلې اوښتو پيښه رامينحته شوې.

دپوليسو مشر ډيوډ براون ديو تور پوستي تن دعکس په ښودلو سره ويلي دعيني شاهدانو وينا ده دا تن ډزو کې ککړ دى، دهغه په قول کيدى شي سيمه کې کوم بم هم ښخ کړل شوى وي.

دډزو دغه خونړۍ پيښه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې څو ساعته دمخه دامريکا ولسمشر براک اوباما دقانون پځايې کوونکو ادارو باندې زور راوړى چې دخپل ځان دننه موجود نسلي امتياز ساتونکي دې لرې کړي.

دهغه وينا وه مونږ ټولو ته دامريکايانو په توګه روانه اوونۍ کې مينيسوټا کې ديو تور پوستي تن دپوليسو لخوا په وژنه انديښنه پکار ده.

دغه څرګندونې هغه دجمعې په ورځ وارسا کې دنيټو دسرمشريزې غونډې لپاره دګډون په غرض پولينډ ته په رسيدو کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG