په مصر کې د نيل په درياب کې د کشتۍ ډوبدو به يوه پېښه کې د دوه ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ سره تعلق لرونکي څلور پاکستاني مړه شوي دي او پېښه کې شپږ نور کسان بچ کړی شوي دي .
دغه پېښه د نهې په ورځ قاهره کې رامنځته شوې ده او يو ه کشتۍ د پُل د ستنې سره په ټکر شوې او ډوبه شوې ده .
د پاکستان د خارجه دفتر وياند نفيس ذکريا په يو بيان کې ويلي دي چې فېصل افاق خان د هغه مېرمن او دوه لوڼه رميشا او امينه په دغه پېښه کې ډوبې شوي دي .
بيان کې ويل شوي چې د فېصل خان مړی موندل شوی او درې نورو لټون روان دی . وياند ويلي چې په کشتۍ کې سواره نور شپږ پاکستاني بچ کړی شوي دي .
د پاکستان خارجه وزارت وياند ويلي د کشتۍ د مالک د پلټنو دپاره ځايي انتظاميې نيولی دی .
د نفيس ذکريا په وينا چې څنګه د دغه پېښې خبر مېلاؤ شوی مصر کې دپاکستان د سفير سره په رابطه کې يو .