لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرو په ضد به سخت ګامونه پورته کولی شي، شاه سلمان


سعودي حکومت ژمن دی چې د سخت دريځو په ضد سخت ګامونه پورته کړي .
سعودي حکومت ژمن دی چې د سخت دريځو په ضد سخت ګامونه پورته کړي .

د سعودي عرب په درې ښارونو کې په يوه ورځ د ترسره شوؤ ترهګر بريدونو وروستو د دغه هېواد باچا شاه سلمان ويلي د بريد کوؤنکو ترهګرو په ضد به سخت ګامونه پورته کولی شي .

د وړوکي اختر په موقع يو پېغام کې شاه سلمان بن عبدالعزيز ويلي چې کوم سخت دريځه عناصر زمونږ د ځوانانو زړه او ذهن هدف جوړوي ځان پله يې بوځي، سعودي حکومت ژمن دی چې په ضد يې سخت ګامونه پورته کړي .

د ګل په ورځ په مدينه ښار کې د مسجد نبوي سره نزدې ځانمرګي بريد کې د سعودي عرب څلور سرتيري وژل شوي او پينځه ژوبل شوي وو . مسجد نبوي د مسجدالحرام نه پس د مسلمانانو دوېم مقدس مقام دی .

په مدينه کې د خودکش بريد زمه واري چا نه وه قبوله کړې .

په مدينه کې د مسجد نبوي سره نزدې د ځانمرګي بريد نه وړاندې په قطيف ښار کې د شيعه مسلمانانو جومات او له هغې وړاندې په جده کې د امريکې د قونصلګرۍ سره نزدې چاؤدنه شوې وه .

مسجد نبوي سره نزدې د شوي بريد په نړيوال کچ غندنه شوې او ځينو هېوادونو په مسلمانانو د يو والي او ترهګرۍ په ضد په ګډه د هڅو کولو غږ کړی دی .

پاکستان هم د دغه بريد غندنه کړې او ويلي يي دي د سعودي عرب سره د ترهګرۍ په ضد جګړه کې اوږه په اوږه ولاړ دی .

پاکستان کې مذهبي مشرانو هم د بريد غندنه کړې او په مسلمان ملکونو يې غږ کړی چې د وخت تقاضا ده چې د ترهګرۍ په ضد يو شي او عملي ګامونه پورته کړي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG