لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان په ګډون ټوله نړۍ کې دشورو په ورځ اختر نمانځل کيږي


سعودي عرب، متحده عرب امارات ،قطر، بحرين او کويت کې به هم دشورو په ورځ داختر لمړۍ ورځ وي.
سعودي عرب، متحده عرب امارات ،قطر، بحرين او کويت کې به هم دشورو په ورځ داختر لمړۍ ورځ وي.

دپاکستان، افغانستان او خليجي هيوادونو په ګډون به ټوله نړۍ کې سبا دشورو په ورځ دوړوکي اختر لمړۍ ورځ نمانځلى شي.

دپاکستان دسپوږمۍ ليدو مرکزي کميټې دنهې په شپه اعلان کړى چې داختر مياشت ليدل شوې او دغه شان به دشورو په ورځ ټول پاکستان کې اختر نمانځل کيږي.

له دې وړاندې به پاکستان کې عموماً اختر په دوه ورځو ويشل کيدو خو سږکال دخيبرپښتونخوا په ګډون ټول هيواد کې روژه په يوه ورځ نيول شوې وه او اختر هم په يوه ورځ راغلى دى.

سعودي عرب، متحده عرب امارات ،قطر، بحرين او کويت کې به هم دشورو په ورځ داختر لمړۍ ورځ وي.

هند او بنګله ديش کې داختر مياشت نه ده ليدل شوې نو ځکه دغو هيوادونو کې ميشته مسلمانان به دزيارت په ورځ اختر نمانځي.

لاهور کې دمرکزي رويت هلال کميټۍ غونډه دمفتي منيب الرحمان په مشرۍ کې شوې چې پکې مذهبي مشرانو او دموسمياتو دمحکمې چارواکوهم ګډون کړى،همدغه شان دزونل کميټو غونډه هم اسلام اباد، کراچۍ، پيښور او کويټه کې شوي دي.

دشهاتونو ترلاسه کولو څخه وروستو دمرکزي رويت هلال کميټۍ مشر مفتي منيب الرحمان ميډيا سره خبرو کې اعلان وکړو چې دشورو په ورځ په شپږمه جولا ئي به اختر نمانځلى شي.

له دې وړاندې مفتي منيب الرحمان داختر دمياشتې دشهادتونو ليدو داطلاعاتو په ټي وي چينلو په چليدو دغصې څرګندونه کړې وه او داوقافو دمحکمې پي ار او ته يې دکمرې څخه دبهر وتو وينا او دټيلي فون تار ويستلى و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG