لاس رسیدونکی لینک

مردان : بمي چاودنه کې دپوليسو په ګډون ١١ کسان ژوبل


 دپوليسو ترمخه دمردان دخواجه ګنج بازار په طورو چوک کې چاوديدونکي مواد ديو دوکان ترڅنګ ايښودل شوي وو کوم چې دريموټ کنټرول له لارې الوځول شوي دي.

دپوليسو ترمخه دمردان دخواجه ګنج بازار په طورو چوک کې چاوديدونکي مواد ديو دوکان ترڅنګ ايښودل شوي وو کوم چې دريموټ کنټرول له لارې الوځول شوي دي.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا په مردان سيمه کې دنهې په سحر يوه بمي چاودنه کې ددوو پوليسو په ګډون يوولس کسان ژوبل شوي دي.

دپوليسو ترمخه دمردان دخواجه ګنج بازار په طورو چوک کې چاوديدونکي مواد ديو دوکان ترڅنګ ايښودل شوي وو کوم چې دريموټ کنټرول له لارې الوځول شوي دي.

دچاودنې له امله دپيښې په ځايې کې موجود دوه پوليس او نهه نور کسان ژوبل شوي چې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي، ژوبلو شوو کې دځينو حالت سخت ښودل کيږي.

دچاودنې له امله دنزدېودانو شيشې هم ماتې شوي او ورسره سيمه کې ويره ترهه خوره شوې ده.

دمردان په کومه سيمه کې چې دغه چاودنه شوې هلته عموماً دخلکو ګڼه ګوڼه وي خو داختر داعلان شوو سرکاري رخصتو له امله دنهې په ورځ دغلته نسبتاً کم رش و.

دپاکستان خيبرپښتونخوا صوبه دترهه ګرۍ له امله زياته ځپل شوې خو دوه کاله دمخه شمالي وزيرستان کې دضرب عضب عملياتو دپيل کولو څخه راپديخوا دغلته دترهه ګرۍ پيښو کې يو څه کمى ليدل شوى و خو دسږکال دپيل څخه ټول هيواد او خيبرپښتونخوا کې يوځل بيا ترهه ګريزو بريدونو کې اضافه راغلې ده.

XS
SM
MD
LG