لاس رسیدونکی لینک

جده کې امريکايي قونصلګرۍ سره نزدې ځانمرګی  بريد پاکستاني کړی


جده کې د امريکې  قونصلګرۍ سره نزدې ځانمرګي بريد کې دوه امنيتي سرتيري ژوبل شوي وو .

جده کې د امريکې  قونصلګرۍ سره نزدې ځانمرګي بريد کې دوه امنيتي سرتيري ژوبل شوي وو .

د سعودي عرب په جده ښار کې د ګل په ورځ د امريکايي قونصلګرۍ سره نزدې ترسره شوي ځانمرګي بريد وروستو سعودي داخله وزارت ويلي ، چې د ځانمرګي بريد کوؤنکي تعلق د پاکستان سره ؤ او د هغه پېژندګلو د عبدالله ګلزار خان په نوم شوې ده .

د ټولنيزو اړيکو په ويب پاڼه ټويټر باندې د سعودي عرب داخله وزارت په يو پېغام کې ويلي دي چې عبدالله ګلزار د ۱۲ کالو راهسې په سعودي عرب کې مېشت وو .

د سعودي عرب داخله وزارت دا هم ويلي دي چې ګلزار خان د خپلې مېرمن او کورنۍ سره يې په سعودي عرب کې مېشت ؤ او د ډرائيورۍ دنده به يې ترسره کوله .

د پاکستان لخوا تراوسه پورې په دغې اړه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی .

ولې د پاکستان وزيراعظم نوازشريف او د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف په سعودي عرب کې د ترسره شوؤ ځانمرګي بريدونو غندنه کړې ده .

جده کې د امريکې قونصلګرۍ سره نزدې ځانمرګي بريد کې دوه امنيتي سرتيري ژوبل شوي وو . او سعودي عرب کې د امريکې سفارتخانې ويلي په دغه بريد کې د قونصلګرۍ ټول کارمندان روغ پاتې شوي .

د ګل په ورځ د سعودي عرب مدينه ښار کې د مسلمانانو مقدس جومات مسجد نبوي (ص) نه بهر ځانمرګی بريد شوی ، څلور عسکر پکې وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي وو . او له دې وړاندې په قطيف په ښار کې د شيعه مسلمانانو د يو جومات نه بهر دوه چاؤدنې وشې ولې په هغې کې کومه مرګ ژوبله نه وه اوختې .

XS
SM
MD
LG