لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مدينه ، د مسجد نبوي څخه بهر ځانمرګي بريد، څلور مړه


 دميډيا راپورونه وايي دسعودي عرب مدينه ښار کې دمسجد نبوي او جنت البقيع ترمينځ په موجوده امنيتي پوسته ځانمرګي بريد شوى دى.
دميډيا راپورونه وايي دسعودي عرب مدينه ښار کې دمسجد نبوي او جنت البقيع ترمينځ په موجوده امنيتي پوسته ځانمرګي بريد شوى دى.

دسعودي عرب مدينه ښار کې دمسلمانانو د مقدس جومات مسجد نبوي (ص) څخه بهر ځانمرګي بريد شوى دى چې پکې څلور عسکر وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.

دميډيا راپورونه وايي دسعودي عرب مدينه ښار کې دمسجد نبوي او جنت البقيع ترمينځ په موجوده امنيتي پوسته ځانمرګي بريد شوى دى .

د سعودي عرب داخله وزارت ويلي حمله کوؤنکي هغه وخت ځان والوزولو چې کله امنيتي ځواکونو د هغه مخنيوي وکړو .

دچاودنې څخه وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې امدادي کارکوونکي او امنيتي ځواکونه رسيدلي دي.

دميډيا راپورونه وايي دچاودنې څخه وروستو سيمه کې لوګي پورته شوي دي .

د مسجدي نبوي (ص) نه بهر د ګل په ورځ دغه ځانمرګی بريد په داسې مهال شوی چې په ګڼ شمېر کې خلک د روژې د مياشتې د خاتمې په تيارۍ کې بوخت وو .

په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده قبوله کړې .

له دې وړاندې خبري ادارې اى ايف پي ته ځايي خلکو ويلي وو چې قطيف ښار کې هم دشيعه مسلمانانو ديو جومات څخه بهر دوه چاودنې شوي خو پکې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

له دې وړاندې نن دسعودي جده ښار کې دامريکايي قونصل خانې سره نزدې يو ځانمرګي بريد کې دوه عسکر ژوبل شوي وؤ.

دعرب ميډيا ترمخه دامنيتي ځواکونو لخوا په اودرول کيدو ځانمرګي پخپل ځان پسي تړلي چاوديدونکي مواد چولي دي.

کال ٢٠٠٤م کې هم جده کې په امريکايي سفارت خانه بريد شوى و چې پکې نهه کسان وژل شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG