لاس رسیدونکی لینک

د امريکې سينيټرجان مکېن په مشرۍ پلاوي پاکستاني چارواکو سره ليدلي


 امريکايي پلاوي د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره هم ليدلي دي .

 امريکايي پلاوي د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره هم ليدلي دي .

د امريکې د سينيټرانو يو لوړپوړي پلاوي د پاکستان د پوځي او سياسي چارواکو سره ليدلي او په دغه ليدنه کې يې په دوه اړخيزه چارو ، د سيمې په امنيت او د افغانستان په حالاتو خبرې اترې کړې دي .

د امريکې د سينيټ د ارمډ سروسز کمېټۍ مشر سينيټر جان مکېن په مشرۍ پلاوي د اتوار په ماښام اسلام اباد کې د وزيراعظم نوازشريف د بهرنيو چارو صلاح کار سرتاج عزيز او نورو چارواکو سره وليدل .

د پاکستان سرکاري ميډيا د سرتاج عزيز د خُلې وئيلي چې دغه ليدنه ګټوره وه چې پکې د ايف ۱۶ جنګي الوتکو په اخستنه او د افغانستان په حالاتو خبرې اترې شوې دي .

د پاکستان د بهرنيو چارو صلاح کار ويلي چې د امريکې پلاوي د افغانستان د جوړ جاړي په عمل کې د پاکستان کردار ستائلی دی امريکايي پلاوی د افغانستان سره په پوله پرته د قبائلي سيمې شمالي وزيرستان مرکز ميران شاه ته وروستل شوی دی .

سينيټر جان مکېن د ترهه ګرۍ په ضد د پاکستاني ځواکونو هڅې ستائلي او ويلي يې دي چې ترهه ګري د پاکستان او امريکې ګډ دښمن دی .

امريکايي پلاوي له دې وړاندې د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره هم ليدلي دي .

د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي ايس پي ار ترمخه دغه ليدنه د پوځ په لوی مرکز جي اېچ کيو کې ترسره شوې چې پکې دوه اړخيزه چارې، د سيمې امنيت او په خصوصي توګه د افغانستان حالات د بحث لاندې راغلي دي .

د سرکاري بيان ترمخه د پاکستان د پوځ سرلښکر په ليدنه کې د پاک افغان پولې د کلکې څارنې په خبره زور راوړی او په پوله يې په غېرقانوني توګه د تګ راتګ د مخنيوي په اړه ورسره خبرې کړې دي .

د پوځ سرلښکر ويلي چې باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی او د دواړو هېوادونو اړيکې د سيمې د سولې او ثبات لپاره بنيادي نکته ده .

سينيټر جان مکېن په دې موقع ويلي چې د پاکستان او امريکې اړيکې په هر ډګر پياوړې کولو ته اړتيا لري او په سيمه کې د امن ترلاسه کېدو لپاره دغه اړيکې نورې هم مضبوطول غواړي .

امريکايي قانون سازو د پاکستان دغه سفر په داسې مهال کړی چې په وروستيو مياشتو کې د ځينې پېښو رامېنځ ته کېدو په سبب د پاکستان او امريکې اړيکې يو وارې بيا تاوژنې شوې دي .

څېړونکي د امريکا د سينيټرانو د پلاوي دې سفر ته په ښه نظر ګوري خو په سمدستي ډول د دغه دورې نه په دوه اړخيزو اړيکو کې د کوم پرمختګ هيله نه لري .

امريکې په وروستيو کې په پاکستان د اته اېف ۱۶ جنګي الوتکو په لړ کې مالي امداد مشروط کړی وو او د مئي په مياشت کې د پاکستان د بلوچستان صوبې په لرې پرته سيمه کې امريکايي ډرون بريد کې د افغان طالبانو مشر ملااخترمنصور په نخښه کړی شوی وو .

پاکستان په دغه ډرون بريد احتجاج کړی وو او د خپلواکۍ پرضد يې بللې وه .

د پاکستان حکومت وايي چې د خپلو تحفظاتو او اندېښنو نه يې امريکايي چارواکي خبر کړي ولې امريکا وايي چې پاکستان سره خپلې اړيکې مهمې ګڼي او په ګډه ورسره د ترهه ګرۍ پرضد د مبارزې عزم لري .

XS
SM
MD
LG