لاس رسیدونکی لینک

چترال کې سېلاب۳۱ کسان وړي دي


د موسمياتو محکمې له وړاندې نه ويلي ؤ سږ کال به د پشکال بارانونه د خپل معمول نه سېوا وي او د سيلابي صورت حال جوړېدو خبرداری يې ورکړی ؤ .

د موسمياتو محکمې له وړاندې نه ويلي ؤ سږ کال به د پشکال بارانونه د خپل معمول نه سېوا وي او د سيلابي صورت حال جوړېدو خبرداری يې ورکړی ؤ .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په چترال سيمه کې د تېزو بارانونو له امله سېلاب راغلی او ۳۱ کسان يې وړي دي ، چارواکي وايي سيلاب وړي کسان مړه او بې درکه دي .

د چترال د چارواکو په وينا په ارسون کلي کې د خالي په شپه ناوخته سېلاب راغلی د کلي کورونه، يوه امنيتي پوسته او جومات يې هم وړلی دی .

د چترال ضلعې اسټنت کمشنر په يو بيان کې ويلي چې د سيلاب په اړه ابتدايي رپورټ کې ۱۷ کسان مړه او بې درکه ؤ ، او د اتوار د سهار پورې دغه شمېره ۳۱ ته رسېدلې ده .

هغه ويلي په سېلاب وړلو کسانو کې اووه مړي د افغانستان نه ترلاسه شوي دي .

د کمشنر د بيان ترمخ سيلاب د ارسون ۳۵ کورونه تباه کړي او ۴۷ ته يې زيان اړولی دی .

د چترال سيمې ارسون علاقه د افغانستان د نورستان سيمې سره په پوله لګېدلې ده .

د خېبرپښتونخوا صوبې د قدرتې افتونو په وخت د انتظام صوبايي ادارې (پي ډي اېم ای) وياند لطيف الرحمان ډيوه ريډيو سره خبرو کې د سېلاب له امله د ۱۷ کسانو د مړينې پخلی وکړو .

هغه وويل دغه کسان چې ماسخوتن په جومات کې په نمانځه ولاړ ؤ سېلاب راغلی او وړلي دي . هغه زياته کړه سېلاب چاپېره نورو علاقو ته زيان اړولی او د هغې په اړه معلومات رايوځاې کولی شي .

راپورونه وايي سيلابي اوبو د پوځ يو پوسته وړې او په پوسته کې موجود اته سرتيري تراوسه بې درکه دي . د دې ترڅنګ د ارسون کلي څو کسان چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي هغه سيلاب وړي او د هغوې هم تراوسه څه پته نه ده لګېدلې .

د چترال ځايي چارواکو ويلي په سيمه کې امدادي کارونه پېل کړی شوي خلک خوندي ځايونو ته منتقل کولی شي .

وزيراعظم نوازشريف او د خېبرپښتونخوا صوبې اعلی وزير پرويز خټک د سيلاب ځپلې سيمې د خلکو سره د هر ډول مرستو هدايات جاري کړي دي .

د خالي په ورځ د خېبرپښتونخوا صوبې په شمالي سيمو او پنجاب د ځينو علاقو ترڅنګ اسلام اباد کې تېز باران شوی ؤ .

د موسمياتو محکمې له وړاندې نه ويلي ؤ سږ کال به د پشکال بارانونه د خپل معمول نه سېوا وي او د سيلابي صورت حال جوړېدو خبرداری يې ورکړی ؤ .

د روان کال د مارچ او اپرېل په مياشتو کې هم د ملک په شمالي برخو کې د سختو بارانونو له امله د مرګ ژوبلو پېښې رامنځته شوې وې .

XS
SM
MD
LG