لاس رسیدونکی لینک

ننګرهار:ځانمرګي بريد کې دوه کسان وژل شوي

دننګرهار دوالي وياند عطاء الله خوګياڼي په دغه اړه افغان خبري ادارې پژواک ته ويلي ددغه بريد هدف دکوټ اولسوالۍ قبايلي مشر حاجي حيات خان ؤ خو قبايلي مشر او دهغه ساتونکي دبريد څخه ژوندي وتلي دي.

چارواکي وايي دخالي په ورځ دافغانستان دختيځ ولايت ننګرهار په سرښار جلال اباد کې ترسره شوي يو ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه دوه کسان وژل شوي او ١٧ نور ژوبل شوي دي.

دننګرهار دوالي وياند عطاء الله خوګياڼي په دغه اړه افغان خبري ادارې پژواک ته ويلي ددغه بريد هدف دکوټ اولسوالۍ قبايلي مشر حاجي حيات خان ؤ خو قبايلي مشر او دهغه ساتونکي دبريد څخه ژوندي وتلي دي.

په سمدستي توګه ددغه بريد ذمه واري چا نه ده منلې خو سيمه کې طالبان زيات فعاله دي.

دزيارت په ورځ دوؤ طالب ځانمرګيانو دافغانستان پلازمينې کابل سره نزدې دافغان پوليسو په يو کاروان بريد کړى و چې پکې د٣٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي او ٤٠ نور ژوبل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG